لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پښتنو پسې د تعصب د ويډيو خپرولو په سر د مسلم ليګ ن په مشره مریم نواز سختې نيوکې شوي


د پاکستان مسلم ليګ ن د مرستیالې مشرې مريم نواز په هغه ويډيو خپرولو سختې نيوکې شوي چې پکې دوه مېرمنې وايي د لاهور په زمان پارک کې د پوليسو لخوا د عمران خان د کور خواو شا عمليات شوي لاره ازاده کړی شوې ځکه چې د علاقې خلک د عمران خان د پلويانو چې "پښتانه وو او طالبان ښکارېدل" دوی ترې سخت تنګ وو.

مريم نواز چې کومه ویډيو خپره کړې ورته یې ليکلي، "په ضمانت پارک کې د ترهګرو لخوا ځورول شوي خلک".

په دغه ويډيو کې دوه مېرمنو خبرې کړي او ويلي یې دي "چا چې دغلته عمليات کړي او دوی ته یې نجات ورکړی دوی یې ستاينه کوي ځکه چې دوی دغلته تنګ راغلي وو د کوره نه شو وتلی"، دوی ويلي د اکتوبر وروسته دوی د پرېشانۍ سره مخ وو، او کوم خلک چې دغلته ګرځېدل دوی ترې سخت تنګ وو".

د دغو مېرمنو نه پوښتنه شوې چې "دغلته کوم ډول خلک وو؟ بيا په ځواب کې يوه مېرمن وايي زما د کور په مخه چې به تېرېدل ماته پښتو ويونکي ښکارېدل، او بله مېرمن وايي پټهانان، پښتانه وو او ماته طالبان ښکارېده".

ياده ويډيو د مسلم ليګ ن ګوند د ټویټر څخه هم خپره شوې ده.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د مريم نواز د دغه ویډيو خپرولو په غبرګون کې ويلي،

"ډېره د افسوس خبره ده چې مريم نواز دغه ډول تعصب ته وده ورکوي. د پي ټي ايي څو غړي د ټولو پښتنو استازیتوب نه کوي. پښتانه تر ټولو زیات د طالبانو د ترهګرۍ په نخښه دي. کومو قوتونو چې عمران خان او طالبان مسلط کړي د هغو د قوميت په اړه به څه ويل وغواړې؟"

او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ويلي،

"موجوده حکومت د خپل سياسي مخالف مقابلې ته د يو ګوند د نظر څخه نه بلکې په مسلسله توګه د نسلي نقطه نظره ګوري او دغه بيانیې ته وده ورکوي دا لړۍ دې نوره بنده شي. ترهګري د پښتنو نه بلکې د جي اېچ کيو د پاليسۍ نتيجه ده".

نور ګڼو خلکو هم په مریم نواز نيوکې کړي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپله او نه د تحریک انصاف ګوند لخوا په رسمي ډول دغه ويډيو ته کوم غبرګون نه دی ویل شوی خو د ياد ګوند يو مشر شهریار اپريدي ویلي،

"د شریف خاندان د لساني تعصب دا حمله نوې نه ده. نواز شريف د جاګ پنجابي جاګ په نعره په 1998 کې انتخابات ګټلي، او نن یې لور پښتنو ته ترهګر وايي، د ازادۍ جګړه کوونکو ته په ترهګرو ويلو به شهباز شريف جواب ورکوي کنه مونږ به ورسره په سړکونو حساب وکړو".

پاکستان کې د سياسي خلکو لخوا د پښتنو په اړوند دغه ډول څرګندونې وړاندې هم شوي دي.

د پاکستان مخکیني وزير اعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د ملګري ملتونو غونډې ته په وېنا کې پښتنو ته د طالبانو خواخوږي ويلي وو.

هغه ويلي وو، "د افغانستان سره په پوله د پرتې قبايلي سيمې اوسېدونکي (پښتانه) د افغان طالبانو خواخوږي دي او دا د مذهب يا عقيدې په بنياد نه بلکې د پښتون قامپرستۍ په بنياد دي چرته چې (قامپرستې) ډيره پياوړې ده".

عمران خان دغه رنګ څرګندونې د برتانیې آن لاين خبري ادارې مډل ايسټ ايي په يوه مرکه کې کړې او سي اېن اېن سره په خبرو کې یې حقاني شبکې ته د پښتنو قبيله ویلي وو.

هغه وخت هم د عمران خان څرګندونو ته سخت عبرګون ويل شوی چې عمران خان پښتانه نړۍ ته ترهګر وړاندې کول غواړي خو پښتانه ترهګر نه دي بلکې د ترهګرۍ ښکار دي.

د لاهور پوليسو پرون په لاهور کې په زمان پارک کې د عمران خان په کور او خواوشا کې عمليات کړي د پنجاب پوليس مشر عثمان انور او د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر عامر مير ویلي، دوی د عمران خان د کوره بهر بندې لارې ازادې کړي، په پوليسو ګټې ورونکي او پټرول بمونه ويشتونکي او ورانکاري يې نيولي او وسله یې ترلاسه کړې ده.

عمران خان د هغه په کور شوو عملياتو ته حمله ويلې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG