واشنګټن - د امریکا د نیویارک ښار په منهاتن کې یوې منصفه جرګې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ باندې فرد جرم ولګولو. دا خبر د قانون د انفاذ یو چارواکي د زیارت/پنجشنبې په ورځ ورکړ. دې سره اوس امکان لیدل کیږي چې په آینده ورځو کې ډانلډ ټرمپ ګرفتاره کړی شي.
منصفه جرګې دا فرد جرم په هغې قضیې کې په ډانلډ ټرمپ لګولی چې ویل کیږي هغه څو کاله وړاندې د لوڅو فلمونو یوې اداکارې، سټورمي ډانیلز ته د جنسي رابطې په سر باندې د خاموشه پاته کېدو په خاطر پټې پېسې ورکړې وې.
ډانلډ ټرمپ د دې اقدام په وړاندې غبرګون ښودلی او ځان یې "یو مکمل معصوم شخص" بللی دی. ټرمپ پخپل بیان کې یې ویلي: "دا سیاسي ځورول او په تاریخ کې په ستره کچه انتخاباتو کې مداخلت کول دي."
په ټرمپ باندې دا فرد جرم په داسې حال کې لګول کیږي چې هغه د امریکا آینده صدارتي انتخاباتو ته خپله امیدواري اعلانه کړې ده. اوس دغه فرد جرم چې د نیویارک د منهاتن د سیمې سرکاري وکیل، اېلوېن برګ لخوا د پیل شوو تحقیقاتو په لړ کې درج شوی دی، ممکن د امریکا آینده ۲۰۲۴ کال صدارتي انتخاباتو ته نوی رنګ ورکړي. ټرمپ وړاندې نه ویلي و چې که د هغه په وړاندې فرد جرم هم ولګول شي، هغه به د رېپبلېکن ګوند په منځ کې د صدارتي انتخاباتو د نامزدګۍ دپاره خپل کمپېن جاري وساتي.
د نیویارک ټایمز اخبار ویلي، تر اوسه دا واضحه معلومه نده چې په ټرمپ باندې لګول شوي تورونه څه دي، او دا فرد جرم به ممکن په آینده ورځو کې اعلان کړی شي.
د سرکاري وکیل اېلوېن برګ نه چې په دې اړه پوښتنې شوي دي، هغو تر اوسه څه ځواب ندی ورکړی.
په جنوري میاشت کې د منهاتن سیمې سرکاري وکیل یوه منصفه جرګه یا ګرانډ جوري راجوړه کړه چې د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډانیلز ته د ډانلډ ټرمپ د پټو پېسو په قضیې باندې د شواهدو اورېدنه وکړي. د ټرمپ یو پخواني وکیل مایکل کوهېن ویلي چې د ۲۰۱۶ کال صدارتي انتخاباتو نه څو ورځې وړاندې، هغه د صدر ټرمپ په هدایت، سټورمي ډانیلز ته پټې پېسې ورکړې وې. د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډانیلز، چې اصلي نوم یې سټیفاني کلېفورډ دی، منلې چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د صدر ټرمپ سره جنسي رابطه کړې وه، او بیا ورته په ۲۰۱۶ کې پیسې ورکړی شوې چې په هغې واقعې چوپه پاته شي.
د ټرمپ پخواني وکیل مایکل کوهېن دا هم ویلي چې د لوڅو عکسونو د مجلې پلې بوای ماډلې کارېن مک ډوګل ته یې هم د جنسي رابطې په اړه چوپ پاته کېدو په خاطر د ټرمپ په هدایت پټې پیسې ورکړي دي. مګر ډانلډ ټرمپ دغه دواړه الزامونه رد کړي او وایي د دې دواړو ښځو سره یې هېڅ وخت جنسي اړیکې نه دي برقراره کړي.
په ۲۰۱۸ کال کې د وفاقي حکومت سرکاري وکیلانو د سټورمي ډانیلز په اړه قضیه وڅېړله او د ټرمپ پخواني وکیل مایکل کوهېن یې جېل ته ولېږلو، مګر د ټرمپ خلاف هغه وخت څه الزام درج نشو.
د امریکا په تاریخ کې هېڅ کله هم داسې نه و شوي چې کوم برحال صدر او یا پخواني صدر باندې فرد جرم ولګیږي. د ټرمپ په اړه دوه نور جرمي تحقیقات هم روان دي چې یو یې د امریکا سرکاري وکیل مېریک ګارلېنډ له طرفه د ټاکل شوي خاص کونسل او بل یې د جورجیا ریاست د یو ځایي سرکاري وکیل لخوا جاري شوي دي.
د فبروري میاشت کې چې یوه مشترکه سروې شوې وه، په کې وښودل شول چې د ۲۰۲۴ کال د صدارتي انتخاباتو دپاره په رېپبلېکن ګوند کې دننه ځغل کې، ډانلډ ټرمپ د خپلو نورو رېپبلېکن رقیبانو نه مخکې دی او د دري څلوېښت فیصده 43% رېپبلېکنانو ملاتړ ځانه سره لري. د هغه نه پس د فلوريډا ګورنر، ران ډې سانټېس په دویم نمبر دی چې یو دېرش فیصده 31% رېپبلېکنان یې پلویان دي. سانټېس لا تر اوسه په رسمي توګه خپله امیدواري نده اعلان کړې.
ټرمپ پخپل بیان کې چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې د هغه پسې ناحقه تحقیقات روان دي او نتیجه به یې صدر بایډن ته بده وي. په بیان کې ویل شوي چې رېپبلېکنان به اول د منهاتن سرکاري وکیل اېلوېن برګ او بیا به صدر جو بایډن او نور ډېموکرېټان مات کړي او انتخابات به وګټي.
هرڅوک چې د رېپبلېکن ګوند په انتخاباتو کې نامزدګي وګټي، هغه به په صدارتي انتخاباتو کې د ډېموکرېټ ګوند له نامزد سره سیالي وکړي. اټکل کیږي چې جو بایډن به بیا هم د ډېموکرېټ ګوند نامزد وي.
ځینو رېپبلېکنانو د نیویارک په سرکاري وکیل تور لګولی چې د سیاسي مقاصدو په خاطر یې د ټرمپ په اړه جرمي تحقیقات پیل کړي، خو هغه سرکاري وکیل وایي چې کوم سیاسي مقصد نلري.