لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې د مذهبي‌ مراسمو په مهال د کوهي د چت غورځېدو په پېښه کې 35 کسان مړه شوي


واشنګټن ــــ د هندوستان مدهیه پردېش ریاست کې په یوه مذهبي عبادتخانه کې د کوهي چت نړېدلی او په لسګونو کسان ور لوېدلي دي چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه 35 مړه شوي، 16 نور ټپیان شوي او یو لا هم ورک دی.

چارواکي وایي پېښه په مرکزي ښار اندور کې هغه وخت شوه چې د شري بالیشور مهادیو جھولې لال په نامه مندر په ودانۍ کې دننه د یو کوهي یا څاه چت د خلکو د ډېروالي له کبله مات شو او هغه عبادت کوونکي ور ولوېدل چې د هندوانو د رام نوامي جشن لمانځلو ته ور ټول شوي وو.

دې کوهي ته زینې ور کښته شوې وې او په هند کې له پېړیو راهیسې د داسې کوهیانو جوړول رواج دي، چارواکي وایي دغه کوهی چې خلک ور لوېدلي دي څلوېښت فوټه ژور وو او تر څلور پینځه فوټه پورې اوبه هم پکې ولاړې وې.

د مدهیه پردېش ایالت وزیراعلی شیوراج سینګ چوهان وایي، پولیسو مقدمه درج کړې او د پېښې په اړه د پلټنو امر یې کړی چې دا معلومه کړي چې څوک د دې پېښې ذمه وار دي:

"د پلټنو په بنياد به د ملزمانو خلاف ګامونه اخیستل کېږي، دا مهال زموږ لومړیتوب د خلکو د ژغورنې کار سر ته رسول دي او د یو ورک شوي کس موندل دي. ټپيان په روغتون کې دي‌ علاج یې روان دی".

د سیمه ییزو رسنیو د رپوټ‌ له مخې لږ تر لږه 75 پوځیانو او د ژغورنې د ادارې کسانو د جمعې په ورځ د خاورو خځلو د لرې کولو لپاره کار کاوه او د رسیو او زینو په وسیله یې هغه خلک را و ایستل چې دې کوهي ته لوېدلي‌ وو.

د اندور ښار د پولیسو کمیشنر مکرنډ ډیوسکر رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې 18 کسان یې‌ ژغورلي دي او 16 نور ټپیان یې را ایستلي دي:

"د پلټنې او ژغورنې په عملیاتو کې تر اوسه 35 مړي را ایستل شوي دي او په یوه ورک تن پسې لا پلټنه روانه ده، د هند پوځ، د افتونو په وخت د انتظام مرکزي او ایالتي اداره مسلسل په کار لګیا دي".

د دې پېښې لیدونکي وایي کله چې د کوهي پوښ لوېده دا مهال په لسګونو کسان برسېره پر ولاړ وو او دا مهال هلته پوجا یا عبادت روان وو. دې مندر ته ورغلی یو عادت کوونکی کپیل وایي:

"راما نوامي د رام بګوان د زېږېدو ورځ ده او موږ دلته راغلي یو چې هغه ته د عقیدت ګلونه وړاندې کړو او د خپل ایمان څرګندونه ورته وکړو ځکه چې دا د هغه د زېږېدو ځای دی".

د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي پر دې پیښه خفګان ښکاره کړی، د خلکو پر مړینه یې د هغوی له کورنیو سره خواخوږي‌ کړې او د مړو او ټپیانو لپاره یې د معاوضې اعلان کړی دی.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG