لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د سرکاري اوړو وېشلو په مهال د ګډوډي په پېښو کې تر اوسه پورې درې کسان مړه شوي


خېبرپښتونخوا کې سرکاري اوړو ته ښځې او سړي په ګڼ شمېر کې راټول شوي
خېبرپښتونخوا کې سرکاري اوړو ته ښځې او سړي په ګڼ شمېر کې راټول شوي

په خېبرپښتونخوا صوبه کې چې د روژې د لومړۍ ورځې نه سرکاري ويړيا اوړه وېشل کيږي، د صوبې د اطلاعاتو وزیر بېرسټر فېروز جمال وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې د اوړو د وېش په مهال د ګډوډي په بدقسمته پېښو کې تراوسه پورې په صوبه کې درې کسان مړه شوي او اووه، اته تنه ژوبل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د سرکاري اوړو وېشلو په مهال د بېلابيلو ځايونو نه د بدانتظاميو، ګډوډي جوړېدو او جګړو کېدو، د اوړو تښتولو، او د اوړو د وېشلو د مرکزونو د کموت خبرونه مخې ته راځي.

په صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير فېرزو جمال وايي نګران حکومت هڅه کوي چې د اوړو د وېشلو مرکزونه سېوا کړي او د بدانتظاميو د مخنيوي دپاره کوششونه روان دي خوبدقسمته پېښې شوي دي.

هغه وویل په ټوله صوبه کې د لومړۍ روژې نه د 19 اربه روپو په لګښت 5900000 غريبو کورنیو ته دغه اوړه ورکول کيږي او دا لړۍ به د روژې د 20م پورې ترسره کړی شي.

درې ورځې وړاندې د پېښور د بډه بېرې پولیسو د هغو کسانو ښځو او سړو پرضد مقدمه درج کړې چا چې د سرکاري اوړو نه ترلاسه کېدو پرضد احتجاجا سړک بند کړی وو، پوليس دغه مقدمه تاييدوي چې درې سړي یې پکې نيولي او هغه د عدالت نه په ضمانت خوشي شوي دي.

د بډه بېرې پوليس سټېشن مشر پوليس افسر اعجاز الله وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، دغو کسانو چې ښځې او سړي پکې شامل دي سړک یې بند کړی وو.

د مقدمې کاپي چې په ټولنيزو رسنيو خبره شوې پکې د 18 پورې کسان چې زياتره یې ښځې دي پکې نومول شوي او ويل شوي د 40 نه تر 50 پورې کسان وو دوی سړک بند کړی وو ځکه پرې مقدمه درج کړی شوې ده.

خو پوليس افسر وايي چې دوی د ښځو او سړو پرضد مقدمه درج کړې ښځې په مقدمه کې نه دي نومول شوي يواځې د څو سړو نومونه ليکل شوي دي. هغه بيا وويل دغه احتجاج کوونکي ځايي خلک هم نه وو د بهر نه راوستل شوي وو.

خو د صوبې د اطلاعاتو وزير وي او اې ډيوه ته وويل چې وزيراعلا د یادې مقدمې نوټس اخستی او د پوليسو نه یې په دغه اړوند رپوټ غوښتی دی د سبا پورې به د هغې ټول معلومات وشي.

په پېښور کې خبريال علي اکبر وايي، په صوبه کې يواځې د سرکاري وړو د وېش په مهال نه بلکې نوره هم ډېره بد انتظامي ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، په خېبرپښتونخوا صوبه کې د اوړو وېشلو کوم ښه انتظامات نه ليدل کيږي نه د صوبې د حکومت سره او نه د مرکز سره کوم انتظام ښکاري. هغه زياته کړه، په دې پروژه کې په غټه کچه د غبن خبرونه هم مخې ته راځي، ښځې او سړي بوډاګان راووتل او ډېر ګډوډ شو.

علي اکبر وويل، نګران حکومت وايي چې دا حکومت يواځې د انتخاباتو دپاره جوړ کړی شوی نو انتخابات خو نشته پکار ده چې د بدانتظاميو مخنيوی وکړي.

خو فېروز جمال وايي په صوبه کې تېر [د پاکستان تحریک انصاف] حکومت په ولس ډېر بوج پرېښودی دی او دوی ته ټول بوج د تېر حکومت نه پاتې شوی دی دوی بيا هم هڅه کوي چې د صوبې مسلې هوارې کړي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په ملک کې د اوړو د وېشلو په پېښو کې د حکومت په بدانتظامۍ اندېښنه څرګنده کړې ده.

اېچ ار سي پي ویلي، په تیرو څو اوونيو کې په ملک کې څو کسان په دغه ډول پېښو کې مړه شوي چې 11 پکې په کراچۍ کې مړه شو.

د بشري حقونو کمېشن زياته کړې دا حالت په ملک کې د شاته پاتې غريبو خلکو په سپکاوي کې اضافه کوي څوک چې په ملک د غالبه اشرافيې د لاسه د معاشي ناانصافۍ مقابله کوي.

نن د جمعې په ماښام د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې په يوه شخصي کمپنۍ کې د زکات وېشلو په مهال د ګډوډي جوړېدو په پېښه کې لږ تر لږه 11 کسان مړه شوي چې اته یې ښځې او درې ماشومان دي، او پينځه ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG