لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو افغانستان کې د ښځو یوازېنۍ پاته رېډیو هم وتړله


(اېسوشیټډ پرس) - د طالبانو یو چارواکي ویلي دي چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د زنانه صحافیانو یو رېډیو په دې دلیل چې د روژې په میاشت کې یې موسیقي خپره کړې ده، وتړل شوه.

صدای بانوان چې معنا یې د ښځو غږ دی، د افغانستان یوازېنۍ پاته رېډیو وه چې ښځو چلوله. دا رېډيو لس کاله وړاندې جوړه شوې او اته (۸) کارکوونکي لري چې شپږ یې ښځې دي.

په بدخشان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر معزالدین احمدي د خالي/شنبې په ورځ وویل چې د "صدای بانوان" رېډیو په روژه میاشت کې د سندرو او موسیقۍ په خپرولو سره څو څو ځله "د اسلامي امارت د قوانینو او ضابطو" خلاف ورزي کړې او د دې خلاف ورزۍ په خاطر تړلې شوې ده.

معزالدین احمدي زیاته کړه: "که دا رېډیو د افغانستان د اسلامي امارت تګلاره ومني او یو ضمانت ورکړي چې بیا به داسې څه نه تکراروي، مونږ به بیا د فعالیت اجازت ورکړو."

د هغې رېډیو مشره ناجیه سروش دا خبره ردوي چې ګني کومه خلاف ورزي شوې ده، او وایي چې د رېډیو بندېدل لازم نه و او دا ګام یې یو سازش بللی دی. مېرمن سروش وایي، طالبانو "مونږ ته وویل چې تاسو موسیقي خپره کړې ده. مونږ هېڅ قسمه موسیقي نده خپره کړې."

ناجیه سروش وویل چې د زیارت/پنجشنبې ورځې د غرمې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت استازي د دوی رېډیو سټېشن ته ورغلل او هغه یې بند کړ. مېرمن سروش زیاته کړه چې کله د رېډیو عملې د امربالمعروف او نهې عن المنکر دفتر سره رابطه ونیوله، نو چارواکو ورته ویلي و چې هغوی د دې سټېشن د تړل کېدو په هکله اضافه معلومات نلري.

افغانستان باندې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د قبضې وروستو، ګڼ شمېر صحافیان بې روزګاره شول. د افغانستان د جرنلسټانو د آزادې اتحادیې ترمخه، زیات شمېر مېډیا یا د رسنیو دفترونه د فنډونو د نشتون له امله او یا په دې دلیل چې کارکوونکي یې د ملک نه فراري شول، تړل شوي دي.

طالبانو په افغانستان کې ښځې د اکثرو کارونو منعه کړي دي او د سکول د شپږم جماعت نه پورته، په شمول د پوهنتون یې د ښځو جېنکو په تعلیم هم پابندي لګولې ده. په موسیقي باندې تر اوسه رسمي بندیز ندی اعلان شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG