واشنګټن - چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې روس او اوکراین په یو تازه ګام کې، څه باندې دوه سوه (۲۰۰) اسیر شوي عسکر خپل منځ کې تبادله کړي دي.
د روس دفاع وزارت وویل چې د دوی یو سل او شپږ (۱۰۶) عسکر د اوکراین له اړخه آزاد شول. بل اړخ ته د اوکراین د صدر ولودیمیر زېلنسکي د دفتر مشر اندري یرماک ویلي چې روس هم د اوکراین سل (۱۰۰) پوځیان آزاد کړي دي.
یوې سرچینې هم دا جزئیات ندي ښکاره کړي چې د عسکرو دغه تبادله څنګه ترسره شوې ده. یرماک په ټېلي ګرام پلېټفارم باندې ویلي چې ځیني راخوشې کړی شوي اوکرایني عسکر سخت زخمونه او ناروغۍ لري.
هغه زیاته کړې چې د روس سره د جګړې پر مهال، د نیول شوو عسکرو د تبادلې دا وروستۍ معاملې "څه آسانه کار نه و"، مګر نور تفصیل یې ندی ورکړی.
د قیدیانو تبادله، د روس او اوکراین ترمنځ د محدودې همکارۍ یوه برخه ده.
اوکراین کې د جنګي اسیرانو سره د رویې د هماهنګۍ مرکز وایي، په دې نوې تبادلې کې روس د اوکراین اتیا (۸۰) نارینه عسکر او شل (۲۰) زنانه عسکر آزاد کړي چې دا کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. یاد مرکز دعوه کوي چې په دې سلو کسانو کې، قریب نیمایي یې "سخت ټپونه او مریضیانې لري او یا هم شکنجه شوي دي"، مګر د دې دعوې دپاره یې څه شواهد ندي وړاندې کړي.
د روس دفاع وزارت وایي چې د اوکراین د اړخه آزاد شوي روسي عسکر په یو پوځي جهاز کې ماسکو ته لېږدول شوي چې هلته یې تداوي وشي.
بېلاروس ضمانتونه غواړي
د بېلاروس صدر الېکسندر لوکاشینکو ویلي چې ملک یې د روس نه د امن ضمانتونو ته ضرورت لري. دا خبر د بېلاروس سرکاري خبري ادارې د ګل/دوشنبې په ورځ د لوکاشینکو له قوله خپور کړ.
دا خبر داسې حال کې مخې ته راغلی چې د روس دفاع وزیر سېرګي شویګو د بېلاروس په دوره تللی او هلته د لوکاشینکو مېلمه ؤ.
د بېلاروس سرکاري خبري ادارې رپوټ ورکړی چې صدر لوکاشېنکو د روس د صدر ولادیمیر پوټین سره د خپلې تېرې هفتې د خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دواړو مشرانو په دې خبرې کړي چې که چېرته په بېلاروس باندې کوم یرغل وشي، نو روس ته په کار ده چې "د خپلې یوې علاقې په شان" د بېلاروس دفاع وکړي.
تېره میاشت چې پوټين په بېلاروس کې د ټکټیکي جوهري وسلو د ځای پرځای کولو اعلان وکړ، نو ورباندې تنقیدونه وشول.
بېلاروس د اوکراین شمالي ګاونډی ملک دی او کله چې روسانو په اوکراین حمله کوله، نو د هغه لارې په اوکراین ورغلل. هغه وخت کې د حملې نه وړاندې، روس او بېلاروس ویل چې دوی مشترک پوځي مشق ترسره کوي او ګني په اوکراین د حملې پلان نلري.
اوس مهال هم د روس او اوکراین ترمنځ جنګ روان پاته دی او د جنګ محاذ د اوکراین ختیځې سیمې دي. روس چارواکو دعوه کړې ده چې د دوی پوځيانو د اوکراین د باخموت ښار پنځه اویا (۷۵) فیصده برخه قبضه کړې ده. روسانو په خارکیف کې هم په نهو سرحدي کلیو باندې ګوله بارۍ کړي دي.