لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ په بنو کې د درېو ترهګرو وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ ویلي، تېره شپه یې د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي او په نښته کې درې ترهګر وژل شوي دي.

پوځ ويلي دا عمليات د ګل او نهې په منځنۍ شپه کې د بنو په نوراړ علاقه کې شوي دي.

پوځ د وژل شوو ترهګرو په اړوند نور تفصيل نه دی ویلی چې څوک دي او د کومې ډلې سره یې تعلق دی.

خو د تحریک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې ویلي، د پوځ سره په نښته کې یې درې غړي وژل شوي دي.

هغه دعوه کړې چې د پوځ سره یې نښته د سهار پينځه بجو پورې روانه وه او پوځ د جاني خېلو او لکي مروت نه نوره اضافي نفري هم راغوښتې وه، او پوځ ته د تاوان اړولو دعوه یې هم کړې ده.

پوځ په خپل بيان کې ويلي د وژل شوو ترهګرو نه یې وسله هم ترلاسه کړې ده.

ويل شوي وژل شوي ترهګر د امنيتي ځواکونو پرضد د ترهګرۍ په پېښو او بې ګناه خلکو په وژنو کې ککړ وو.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبه کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او زياتره د صوبې جنوبي ضلعې لکي مروت، بنو، ډېره اسماعيل خان، ټانک او تر شمالي او جنوبي وزیرستان پورې سيمې یې ډېرې اغېزمنې کړي دي.

په دغو سيمو کې زياتره په پوليس او بيا په پوځ بريدونه کیږي او د زياتو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان مني.

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې چې د بلوچستان صوبې د پښتون مېشته سيمو سره لګېدلي، په بلوچستان صوبه کې د يوې اوونۍ راهسې د کوټې سره نزدې په کچلاغ کې په پوليس ځواک درې برېدونه شوي لږ تر لږه اته پولیس پکې وژل شوي دي.

د دغو درېو واړو بریدونو زمه وارۍ هم تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

تازه پېښه هم تېره شپه د پولیس عملیاتو په مهال شوې د ترهګرۍ ضد پوليسو څلور اهلکار وژل شوي، او پوليسو د يو ترهګر د وژلو دعوه هم کړې ده. ټي ټي پي د پوليس سره نښتې او خپل غړي وژنه تاييد کړې ده.

په اووم اپرېل د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ په ننۍ غونډه کې د ګڼ اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړل شوې وه.

د وزیراعظم په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې ويل شوي وو، چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

ويل شوي وو "د پاکستان څخه د هر دول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او به دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ "په ملک کې د ترهګرۍ تازه څپه د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] ترهګر ګرځول شوي تنظیم سره د نرمې رويې او بې سوچه پاليسۍ نتيجه" ګرځولې. خو په اعلاميه کې د نرمې رويې او بې سوچه پاليسۍ په اړه نور تفصيل نه دی ویل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG