لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: پولیس وایي د دوؤ ترهګرو په نیولو سره یې په چینایي وګړو د برید پلان شنډ کړی دی


پېښور ــــ د کراچۍ پولیسو دعوه کړې چې دناقانوه ګرځول شوي بلوڅ وسله وال تنظیم د دوؤ وسله والو په نیولو سره یې دچین په وګړو دبریدونو هڅه شنډه کړې ده.

دکراچۍ دملیر سیمې دپولیسو مشر یا ایس ایس پي حسن سردار نیازي دنهې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته وویل پولیسو دناقانونه بلوڅ وسله وال تنظیم بي ایل ایف سره تړاؤ لرونکي دوه ترهګر نیولي اؤ دهغوئ د ولکې نه یې بمونه اؤ وسله هم ترلاسه کړې ده.

دپولیسو مشر دعوه وکړه چې نیول شوؤ ترهګرو دتېرو اتوؤ میاشتو راهستې د بي ایل ایف دکمانډر علي حسن سانکي لپاره کار کولو اؤ غوښتل یې چې چینایي وګړي په نخښه کړي.

هغه وویل بلوڅ وسله وال تنظیم دغو کسانو ته پینځه لاسي بمونه،اتیا زره روپۍ اؤ څه وسله ورکړې وه چې هغې کې پولیسو دنیول شوؤ کسانو نه څلور بمونه اؤ وسله ترلاسه کړې ده.

دپولیسو مشر دعوه وکړه چې نیول شوؤ وسله والو په 26م اپریل دځانمرګي بلوڅ مېرمنې شاري بلوځ دتلین په موقعه دترهګرۍ پلان جوړ کړی ؤ.

هغه وویل ترهګرو په 29م مارچ دشاه لطیف تاڼې دپولیسو موبایل باندې حمله کړې وه چې له هغې وروسته پولیسو اؤ‌ نورو قانون پځائ کوونکو ادارو په ځان شپه او ورځ یوه کړه اؤ دغه ترهګر یې ونیول.

پروسکال په 26م اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی وؤ چې پکې درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور وژل شوي وو.

ددغه بريد ذمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې وه اؤ ویلي یې وؤ چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه ځانمرګې شاري بلوڅ کړی و خو د شاري بلوڅ د کورنۍ غړي ویلي وؤ په وهم او ګمان کې یې هم نه وو چې شاري بلوڅ دا ډول ګام اخیستلی شي.

د شاري بلوڅ د خپلوانو په قول هغې د تربت په یو سکول کې د استاذۍ دنده هم ترسره کړې وه او د اېم فېل زدکړې کولې.

وېل کېږي چې د هغې د ځینې قریبي خپلوان په اعلا حکومتي عهدو پاتې شوي دي.

دچین په وګړو پاکستان کې وخت په وخت مرګوني بریدونه کیږي چې ذمه واري یې زیاتره بلوڅ وسله والې ډلې پغاړه اخلي .

2021 جولایي کې هم د خېبرپښتونخوا په برنۍ ضلعه کوهستان کې په داسو ډيم کې په کار کوونکو چينايي انجنئیرانو برید شوی ؤ چې پکې نهه چينايي وګړي او درې پاکستانيان وژل شوي وو.

په دې وروستو کې دچين دبهرنیو چارو وزیر وانګ ژي د پاکستان دخارجه وزير بلاول بوټو زرداري سره په ټیلي فوني تماس کې په پاکستان کې دچينايي وګړو پرضد په ترسره شوؤ وروستیو ترهه ګریزو بريدونو اندېښنه ښودلې وه او د پاکستان څخه يې غوښتنه کړې ده چې دترهه ګریزو بريدونه مخنيوي دپاره پياوړي او غوڅ ګامونه پورته کړي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG