لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سپريم کورټ د چيف جسټس د واک او عدالتي اصلاحاتو د مقدمې اورېدنه، حکومت عدالتي بنچ رد کړی 


د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال د چیف جسټس د واکونو کمولو او نورو عدالتي اصلاحاتو په اړه پارلیمان نه د منظورې شوې قانوني مسودې په په اړوند سپريم کورټ اورېدنه کړې او چيف جسټس ویلي، کتل به غواړي چې قانوني مسوده د ايین سره په ټکر کې خو نه ده.

د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ اته کسيزه بنچ نن د زيارت په ورځ د چيف جسټس د واکونو په اړوند خواستونو ابتدايي اورېدنه کړې او بیا یې فريقېنو ته نوټسې جاري کړي دي.

خو بل لور ته ايتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو د سپريم کورټ د اصلاحاتو په اړوند د قانون د منظورۍ نه وړاندې په عدالت کې چېلنج کېدل او پرې بېنچ جوړېدل رد کړي او غوښتنه یې کړې چې په دغه اړوند دې فل کورټ جوړ کړی شي چې د ټولو صوبو ګډون پکې ممکن شي، ادارې دې په اييني حدودو کې پاتې شي.

دغه خبرې د قانون وزير، سېنېټر اعظم نذير تارړ په حکومت کې شاملو ډلو مشرانو سره په خبري غونډه کې کړي دي.

د سپريم کورټ په اورېدنه کې چيف جسټس ويلي چې ازاده عدليه ډېره مهمه ده او هغه په زړه کې پارلیمان ته هم احترام لري.

د چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ، جسټس اعجاز الاحسن، جسټس منيب اختر، جسټس مظاهر نقوي، جسټس محمدعلي مظهر، جسټس عايشه ملک، جسټس حسن اظهر رضوي او جسټس شاهد وحيد اورېدنه کړې ده.

ويل شوي عدالت د مرستې دپاره اټارني جنرل، مرکزي حکومت او سياسي ګوندونو ته نوټسونه جاري کړي دي.

چيف جسټس ویلي د سلا وروسته به د بلې اورېدنې دپاره نېټه ورکړي، او اورېدنه یې ځنډولې ده.

د قانون وزیر د سياسي ګوندونو د مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې په روانو حالاتو د افسوس څرګندونه کړې او ويلي یې دي په بنچ کې د خوښې ججان اخستل شوي مشران دوه ججان هم پکې نشته.

د قانون وزير د بنچ ماتولو غوښتنه کړې ده.

د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف يو مشر فواد چودري په حکومت کې شاملو ګوندونو لخوا د بنچ ردولو بیان ته بغاوت ويلي دي.

د پاکستان پارلیمان په دې وروستیو کې د چیف جسټس د واکونو کمولو او نورو عدالتي اصلاحاتو په اړوند یوه قانوني مسوده د "سپریم کورټ پریکټس اینډ پروسیجر" په نوم منطوره کړې او هغه یې دپاکستان صدر ته د لاسلیک لپاره لیږلې وه.

د پاکستان صدر په دغه مسوده د لاسلیک کولو پرځای روانه اوونۍ دا بيرته پارلیمان ته دنظرثانۍ لپاره لیږلې وه خو پارلیمان اوړمه ورځ په دویم ځلي هم د دغه مسودې منظوري ورکړه او صدر ته یې د لاسلیک لپاره ولیږله.

د پاکستان د ایین تر مخه د هیواد صدر که اوس د لسو ورځو دننه په دې مسوده لاسلیک ونه کړي نو دا به پخپله قانوني بڼه ترلاسه کړي.

پاکستاني رسنۍ وایي پاکستان بار کونسل نن سپریم کورټ کې د اوریدنې په مهال د ګرد هیواد عدالتونو کې دکار بندیز اعلان کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG