لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیرستان کې عملیات، شهباز شريف ويلي د قامي اسمبلۍ د غړو اندېښنې به لرې کوي


د خېبرپښتونخوا د قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړو ويلي په وزيرستان کې به د پوځي عملياتو اجازه ور نه کړي په وړاندې به یې مزاحمت کوي. خو وزیراعظم شهباز شریف ویلي په دغه اړوند به د وزیرستان د غړو اندېښنې لرې کولی شي.

شهباز شريف ویلي نن د جمعې په ورځ د پارلیمان ان کېمره يا د کېمرو بغېر غونډه کيږي په هغې کې به د امنیت په اړوند تفصيلي بحث کیږي.

د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر پرون د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې ویلي، "اول دې هغه جرنېلان ونیول شي چا چې وسله وال بيرته راوستي دي د هغو او ورسره اړونده چارواکو سره دې حساب وشي".

هغه ويلي، "چې کله د دوی [وسله والو] سره معاهدې کېدې نه پارليمان په اعتماد کې اخستل شوی، نه قوم او تر دې چې پوځي مرکز [جي اېچ کيو] هم په اعتماد کې نه وو اخستل شوی. څو پورې چې جرنېلان او د وسله والو په بيرته راوستلو کې ککړ کسان نيول شوي نه وي او حساب ورسره نه نه وي شوی مونږ اپرېشن نه پرېږدو پر وړاندې به یې مزاحمت کوو".

له دغې وړاندې د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم په پارلیمان کې په وزیرستان کې د عملياتو په اړوند اندېښنه څرګنده کړې وه.

په اووم اپرېل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې ویل شوي وو، چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

ويل شوي وو "د پاکستان څخه د هر ډول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او په دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".

د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې د دفاع وزير خواجه اصف د علي وزير د خبرو تاييد کړی چې "دوی سم وايي د هغو خلکو سره دې حساب وشي".

هغه ويلي "دا د لسیزو راهسې زمونږ د رياست د غلطو پالیسيانو نتيجه ده چې امرانو شورو کړې او پېل یې جنرل ضيا کړی وو".

خواجه اصف زياته کړې، "اوس چې تازه کوم حالات جوړ کړی شوي دا خلک راوستل شوي او اباد کړی شوي دي او هغوی د ترهګرۍ نه علاوه بل هډو څه پېژني نه".

د پاکستان موجوده د سياسي ګوندونو شريک ايتلافي حکومت د عمران خان په حکومت تور لګوي چې د هغه په وزيراعظمۍ کې وسله وال بيرته راوستل شوي، خو عمران خان وړاندې دغو تورونو ته په ځواب کې ويلي وو چې د دوی سره د وسله والو سره د خبرو نه علاوه بله لاره نه وه او مجبورا یې بيرته راوستي وو.

د علي وزير او خواجه اصف د خبرو وروسته وزيراعظم شهباز شریف ویلي، "د وزیرستان سره تعلق لرونکو غړو ته ویل غواړي چې د دوی جايزه اندېښنې به اورېدل کیږي او دوی ته به ځواب ويل کیږي".

هغه ویل نن د جمعې په ورځ به د قامي اسمبلۍ په ان کېمره کې غونډه کې په دغه اړوند تفصيلي بحث کيږي.

هغه زیاته کړې چې "يوه غوره غونډه به کيږي او داسې به څه نه وي چې معاملات ترې خرابيږي بلکې د خرابۍ سمولو يوه هڅه ده او په هغې کې به د دوی برخه پوره شامله وي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG