واشنګټن ـــــ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ په قطر کې له افغانانو سره په یوه غونډه کې ګډون کړی او وایي هغوی اکثر د جګړې مخالفت وکړ او د خپل هېواد د ستونځو د حل لپاره یې پر خبرو اترو ټینګار وکړ.
ټامس ویسټ د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې د اپرېل پر 13مه یې په دوحه کې «د افغان د راتلونکي فکر فورم» په نوم غونډه کې ګډون وکړ، چې وایي ډېرو افغانان په دې غونډه کې د ګډون لپاره له افغانستانه ورغلي وو.
ښاغلي ویسټ لیکلي چې په دې غونډه کې له بېلابېلو څانګو سره تړلو ښځو او نارینه افغان اقتصادپوهانو، د حقونو مبارزه کوونکو، مخکینيو وزیرانو او قبایلي مشرانو پکې ګډون کړی وو:
"ما له دوی څخه د طالبانو د چلند غندنه او ملاتړ دواړه واورېدل، دوی بېلابېل وړاندیزونه لرل چې نړیواله ټولنه باید څنګه [د افغانستان] اوسني چېلنجونه حل کړي".
د امریکې ځانګړی استازی وایي په غونډه کې "هر افغان ګډونوال د ملک د چېلنجونو د حل کولو لپاره د خبرو اترو ملاتړ وکړ او د وسلوالې جګړې مخالف وو".
«د افغانستان د راتلونکي فکر فورم» یو غیرسرکاري تنظیم دی چې مشري یې فاطمه ګیلاني کوي او د تېر افغان حکومت په ګډون د مدني ټولنې او د طالبانو غړي هم پکې شامل دي.
فاطمه ګیلاني له طالبانو سره د تېر افغان حکومت د مذاکراتو د ډلې غړې سیاستواله، د افغاني سرې میاشتې مرستندویه ادارې د بورډ غړې او د ښځو د حقونو فعاله ده. ټامس ویسټ هغه ستایلې ده:
"زه فاطمه ګیلاني ستایم چې د دا ډول ټولنې مشري کوي او هیله لرم چې غړي به یې خپل پیغامونه طالبانو، نورو افغان مشرانو او مهمو نړیوالو شریکانو ته ورسوي".
د طالبانو حکومت لا تر اوسه په قطر کې د دې جوړې شوې غونډې په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي وو هر هغه غونډه چې د افغانستان د ستونځو د حل لپاره جوړېږي دوی یې ملاتړ کوي.
ټامس ویسټ په قطر کې د افغانستان له مخکیني د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي سره هم لیدلي او دواړو په ټویټونو کې د دې لیدنې ذکر کړی دی. حکمت خلیل کرزي لیکلي:
"موږ پر ډېرو مسایلو خبرې وکړې چې په هغه کې د نجونو پر تعلیم د بندیز لرې کېدل او ښځو ته بیرته د کار د حق ورکولو بیړنۍ اړتیا شامله ده. موږ د افغانانو د ملي خبرو اترو پر ارزښت هم و ږغېدو".
ټامس ویسټ له مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم په ټیلیفون خبرې کړې دي او دواړو له افغانستان سره د بهرنیو بشري مرستو پر دوام له ټینګار سره سره د نجونو د بندو سکولونو او پوهنتونونو پر خلاصېدو او ښځو ته د کار د حق ورکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د حامد کرزي دفتر او ټامس ویسټ پر خپل ټویټر او فېسبوک لیکلي چې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو پر لور د ګامونو اخیستلو سره سره یې د تعلیم د مبارز مطیع الله ویسا د "غیرمنصفانه نیول کېدو" او په بشري مرستو کې د ښځو د رول په اړه هم خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ د اپرېل له 11مې تر 18مې د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکي په سفر دی چې مقصد یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغانو ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له کبله پیدا شویو چېلنجونو ته د حل لاره پیدا کول دي.