واشنګټن - مختلفو سرکاري ذرائعو د اتوار/یکشنبې په ورځ وي او اې ته ویلي چې پاکستان فیصله کړې ده په دې هفته کې خپل سفیر/ناظم الامور بېرته افغانستان ته ولیږي. پاکستان څه باندې څلور میاشتې وړاندې پس د هغه خپل مشر سفارتکار له کابله ورغوښتی و چې په هغه باندې د داعش ډلې لخوا ناکامه برید وشو.
کابل ته د پاکستاني ناظم الآمور د بېرته تګ فیصله پس د هغې شوې چې بېګا شپه (خالي/شنبې) د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري او د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیرخان متقي خپل منځ کې ټلیفوني خبرې وکړې.
د پاکستان د حکومت یو چارواکي چې غوښتل نوم یې په خبرونو کې پټ وساتلی شي، وي او اې ته وویل: "سفیر به د عید الفطر نه وړاندې کابل ته ورسیږي."
دغه چارواکي نور جزئیات شریک نکړل، خو ویې ویل چې سفارتکاري تحرکات د امنیتي وجوهاتو له امله، رازداري غواړي.
د پاکستان حکومت او د طالبانو حکومت دواړو د بلاول بوټو زرداري او امیر خان متقي د ټلیفوني خبرو په اړه لنډ لنډ بیانونه جاري کړي دي، خو په یو کې هم کابل ته د پاکستانی ناظم الامور عبیدالرحمن نظاماني د ستنېدو په اړه څه ذکر ندی راغلی.
د طالبانو خارجه وزارت په خپل بیان کې ویلي چې د دوی خارجه وزیر امیر خان متقي د پاکستان له خارجه وزیر سره ټلیفوني خبرو کې، "پر یو شمیر مهمو او دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي مسایلو خبرې وکړې."
د طالبانو په بیان کې دا هم راغلي چې زرداري او متقي په دې اتفاق کړی چې "دیپلو ماتیکو اړیکو ته به وده ورکوي."
په اسلام آباد کې د خارجه دفتر په بیان کې راغلي چې دواړو چاروکو "د دوه اړخیزو مفاداتو مسئلو باندې" بحث کړی، مګر نور تفصیل ندی ورکړی شوی. په بیان کې دا هم ویلی شوي چې، "خارجه وزیر [بلاول بوټو زرداري] د یو مستحکمه، پرامنه او خوشحاله افغانستان دپاره د پاکستان ژمنې بیا تصدیق کړې."
د تېر ډسمبر میاشت په دویمه نېټه، کله چې کابل کې د پاکستان د سفارت ناظم الآمور عبیدالرحمن نظاماني دننه په سفارت کې قدم وهلو، هغه ځای ته نږدې د یوې څو چته ودانۍ څخه وسله والو ورباندې ډزې وکړې. نظاماني ته په دې حمله کې کوم زیان ونه رسېد، مګر د هغه یو پاکستانی محافظ په پښه کې زخمي شو. اسلام آباد سمدستي نظاماني چې په کابل کې جګپوړی پاکستانی سفارتکار و، له افغانستانه بهر وکاږه او د طالبانو نه یې وغوښتل چې د پاکستان سفارت امنیت دې ټینګ کړي.
د داعش ډلې په یو بیان کې دا ذمه واري ومنله چې په پاکستاني سفارتکار باندې ډزې، د دوی کار وو او ویې ویل چې سیمه کې د دوی ډلې (داعش-خراسان) په "مرتد پاکستاني سفیر او د هغه په محافظ" حمله کړې ده.
دې پېښې د طالبانو او پاکستان په تعلقاتو، چې تر دې وړاندې بهتره و، د اغېزې لاندې راوستل.
پاکستان او افغانستان خپل منځ کې قریب ۲۶۰۰ کلومټره مشترک سرحد لري. د هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان قبضه ولګوله، تر اوسه د دوو ملکونو ترمنځ د تجارت کچه سېوا شوې ده.
پاکستان او د نړۍ هېڅ کوم بل ملک تر اوسه د طالبانو حکومت ندی تسلیم کړی، ځکه د بشري حقونو په اړه، په خصوص د ښځو جېنکو په کار او تعلیم باندې د طالبانو لګول شوي بندیزنو په باب، فکرمندي څرګندوي.
طالبانو د شپږم جماعت نه پورته د جېنکو تعلیم هم په سکولونو او هم په یونیورسېټیو کې بند کړی دی، او همدا شان افغانې ښځې یې په اکثرو ادارو، په شمول د ملګرو ملتونو او غیردولتي ادارو کې، له کار کولو څخه منعې کړې دي.
د افغان زندانیانو مسئله
طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل جاري کړی شوي بیان کې ویلي چې په پرونیو ټلیفوني خبرو کې، د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي ته ډاډ ورکړی چې په آینده ورځو کې به هغه افغانان د پاکستان د جېلونو نه آزاد کړی شي کوم چې د سفري دستاوېزاتو د نیمګړتیاوو له امله ګرفتاره کړی شوي دي.
پاکستاني چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې څه باندې دوه زره افغانان چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل و او په جېلونو کې اچول شوي و، آزاد کړي او بېرته افغانستان ته لېږلي دي.
طالبان شل میاشتې وړاندې په افغانستان کې واک ته ورسېدل او د هغه وخت راهېسي، قریب درې لکه افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي چې وجوهات یې په جنګ ځپلي او غریب افغانستان کې بد اقتصادي حالت او ناوړه بشري شرایط بلل شوي دي. ډېر شمېر کسانو هم په دې چې د امریکاییانو او مغربي قواوو سره یې کار کولو او اوس د طالبانو د انتقامي کاروايۍ د یرې پاکستان ته تللي دي.
د پاکستان چارواکي اندازه لګوي چې صرف یو لک (۱۰۰۰۰۰) پناه غوښتونکي په قانوني ویزو باندې پاکستان ته ورغلي دي. د دې نه وړاندې هم ګڼ شمېر کې افغانان د اقتصادي وجوهاتو له امله پاکستان کې کډوال پاته شوي دي.
واک ته د طالبانو د راتګ وروستو، څو ملکونو، په شمول د پاکستان، چین، روس، ترکي، او ایران، خپل سفارتونه په کابل کې پرانېستي وساتل. مګر امریکا او نورو مغربي ملکونو خپل سفارتکاري پلاوي له افغانستانه بهر، قطر ته واېستل چې له هغه ځایه د افغانستان اړمنو خلکو ته د بشري امداد رسول آسانه کړي.