لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ناظم الامور څلور مياشتې وروسته بيرته کابل ته ستون شوی


پاکستاني مطبوعاتو ويلي، په کابل کې د پاکستان ناظم الامور عبېدالرحمن نظاماني څلور مياشتې وروسته بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په وېب پاڼه د نظاماني له قوله تاييد کړی دی او ويلي یې دي، چې "هو خپلې زمه وارۍ مې سمبال کړي دي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د پاکستان سفارتخانې او په افغانستان کې واکمنو طالبانو په دغه اړوند په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د 15م اپرېل (خالي/شنبې) په شپه د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري او د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیرخان متقي په ټلیفوني خبرې کړې وې.

د پاکستان حکومت او د طالبانو حکومت دواړو د بلاول بوټو زرداري او امیر خان متقي د ټلیفوني خبرو په اړه لنډ لنډ بیانونه جاري کړي خو د پاکستاني ناظم الامور بيرته کابل ته د ستنېدو په اړه په کې څه نه وو ويل شوي.

د تېر دسمبر د میاشې په دویمه نېټه، په کابل کې د پاکستان د سفارت ناظم الامور عبېدالرحمن نظاماني باندې په سفارتخانه کې دننه د یوې څو چته ودانۍ څخه وسله والو ډزې کړې وې.

نظاماني په دغه حمله کې بچ شوی او د هغه یو پاکستانی محافظ په پښه ژوبل شوی وو.

اسلام آباد په سمدستي توګه نظاماني د کابل څخه ويستی او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه یې غوښتي وو چې د پاکستان سفارت امنیت دې ټینګ کړي.

د داعش ډلې په یو بیان کې دا ذمه واري منلې وه چې په پاکستاني سفارتکار باندې ډزې، د دوی کار وو او ويلي یې وو چې سیمه کې د دوی ډلې (داعش-خراسان) په "مرتد پاکستاني سفیر او د هغه په محافظ" حمله کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG