لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دعوا کړې چې په کابل کې د پاکستان په سفارتکار حمله کونکی داعش وسله وال یې نیولی


په افغانستان کې طالب چارواکو ویلي دي چې د داعش یو خارجي تن یې د پاکستان په لوړ رتبه سفارتکار د ناکامه حملې په تور کې نیولی دی.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په یو بیان کې دعوا کړیده چې په لومړیو پلټنو کې څرګنده شوه چې د جمعې په ورځ د پاکستان په شارزدی افیرز عبید الرحمان د حملې منصوبه د کابل د اسلام اباد سره په تعلقاتو کې د بې باورۍ جوړولو په خاطر جوړه شوې وه.

داعش ډلې د دغه برید پړه منلی وه او په یوه بیان کې یې ویلي وو، چې د داعش د خراسان د سیمه ییزې ډلې دوو وسله والو دا کار کړی دی.

مجاهد په ټوېټر لیکلي:

“نیول شوی کس د بهرني هېواد شهري دی او د داعش غړی دی.”

خو دا یې ونه ویل چې مشکوک کس د کوم هیواد دی. ویاند ټینګار کړی چې برید د داعش او طالبانو ضد ځواکونو په ګډه پلان کړی و.

پاکستاني چارواکو ویلي چې نظاماني د سفارت په انګڼ کې په معمول ډول د تګ په حال کې و چې وسله والو پرې د یوې نږدې ودانۍ څخه ډزې وکړې. پخپله نظاماني روغ رمټ وتښتېد، خو د هغه پاکستاني امنیتي ساتونکي په سینه او دواړه پښې په مرمیو ولګېد.

مجاهد ویلي:

“د دې برید تر شا د ځینو بهرنیو ډلو لاس دی او موخه یې دا وه چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي”

هغه زياته کړه چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او ژمنه يې وکړه چې په دې اړه به جزئيات وروسته شريک کړي.

داعش-خراسان تېر کال په افغانستان کې د طالبانو له خوا واک تر لاسه کولو وروسته په لوړه کچه بمي چاودنو او نورو ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دغه تاوتریخوالی د طالبانو جګپوړی دیني عالمان او د اقلیت شیعه ټولنې سلګونه غړي وژلي دي. دغې ترهګرې ډلې په کابل کې د روس سفارت ته څېرمه د سپټمبر د یوولسمې د ځانمرګي برید مسوولیت هم منلی و چې دوه روسي کارکوونکي او څلور افغان سیلانیان یې ووژل.

پاکستان چې له افغانستان سره نږدې 2600 کیلوميټره ګډه پوله لري، له اوږدې مودې راهیسې له اسلامپالو طالبانو سره نږدې اړیکې لري. دا د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون یو له هغو دریو هیوادونو څخه و چې په رسمي توګه یې په کابل کې د طالبانو پخوانی حکومت له 1996 څخه تر 2001 پورې په رسمیت منلو.

په تیرو 20 کلونو کې، د پاکستان پوځ په منظمه توګه د طالب جنګیالیو په پټنځایونو او په پټه توګه د افغان حکومت په ملاتړ تورن شوی چې د امرېکې په مشرۍ د ناټو ځواکونو په وړاندې یې بغاوت کړی ؤ.

اسلامپالو اورپکو د 2021 کال د اګست په میاشت کې هغه مهال د افغانستان واک ترلاسه کړو کله چې ټول بهرني ځواکونه له دغه هېواد څخه ووتل او د امریکا له خوا روزل شوي افغان امنیتي ځواکونه له منځه ولاړل.

تر اوسه هیڅ هیواد د طالبانو واکمني په رسمیت نه پیژني، خو اسلام آباد له کابل سره خپله اقتصادي او سوداګریزه همکاري پیاوړې کړې ده ترڅو له افغانستان سره د سختو بشري او مالي ننګونو په مقابل کې مرسته وکړي.

که څه هم په وروستیو میاشتو کې دوه اړخیزې اړیکې د دې اندېښنو له امله خړې پړې شوې چې د افغان طالبانو له پاکستاني څانګې سره تړلي تښتېدلي اورپکي د طالبانو له واکه د تېښتې وروسته له افغان اډو څخه په پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG