لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه پلان لري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د بحث لپاره یوه غونډه وکړي


واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیاله وایي دوی پلان لري په راتلونکو ورځو کې یو کانفرنس جوړ کړي چې پکې به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کېږي ځکه چې وایي پر افغانستان له واکمنو چارواکو سره اړیکو ته اړتیا ده.

مېرمن آمنه محمد په پرنسټن سکول آف پبلک اینډ انټرنېشنل افېرز کې د یوې غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې په دې کانفرنس کې به له نورو سره سره د افغانستان لپاره د هېوادونو استازي هم ګډون کوي:

"څه ته چې موږ هیله لرو هغه دا دي چې موږ به دوی په سیمه کې په نورو دوو اوونیو کې را غونډ کړو او دوی به [د ملګرو ملتونو] له عمومي مشر سره په لومړي ځل په سیمه ییزه او نړیواله کچه د استازو غونډه ولري".

د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې دا خبرې په داسې وخت کړې دي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ویلي، حکومت یې له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي. اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي:

"افغانستان له ټولو همسایه هېوادونو، اسلامي هېوادونو او د ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او په متقابل تعامل ولاړې مثبتې او مؤثرې اړیکي غواړي".

مېرمن آمنه محمد وایي ملګري ملتونه هیله لري هغه کوچني ګامونه ولټوي چې دوی بیرته [د طالبانو] د پېژندنې لارې ته را ستانه کړي خو وایي د دې لپاره خپل شرطونه دي:

"یوه اصولي پېژندنه، آیا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهېږم، [خو] باید پر دې باندې بحث وشي. ښکاره خبره ده طالبانو په رسمیت پېژندل غواړي او دا یو اغېز دی چې موږ لرو".

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده وایي د حکومت مقصد یې د اسلامي شریعت نافذول او له دې لارې د ولس سوکالي او د ټولنې دیني او اخلاقي اصلاح ده، وایي حکومت یې په دې برخه کې د پام وړ اقدامات تر سره کړي دي:

"لکه څرنګه چې افغانستان نه غواړي، د بل هيڅ هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، همداسې ټینګار کوي چې نور هیوادونه هم زموږ په کورنیو مسائلو او چارو کې مداخله ونه لري، چې داسې کول هم د نړۍ او هم د افغانستان په ګټه دي".

د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې آمنه محمد د روان کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته سفر کړی وو او د طالبانو له مشرانو سره یې د ښځو پر کار، تګ راتګ او تعلیم د لګولو بندیزونو په اړه خبرې کړې وې.

آمنه محمد وایي طالبان دعوه کوي چې په افغاسنتان کې یې د بډو رشوتو له مخنیوي سره سره د جنسیت په بنیاد د تشدد د ختمولو او په میراث کې ښځو ته د حقونو ورکولو په اړه یې یو شمېر قوانین جوړ کړي‌ دي:

"خو زه [له طالبانو سره] داسې څه ښکېلتیا نه لرم چې نړیواله ټولنه به ماته اجازه راکړي چې زه پوه شم آیا دوی دغه [قوانین] عملي کوي هم که نه".

مېرمن آمنه وایي له طالبانو سره ښکېلتیا به په دې کې مرسته وکړي چې له هغوی سره د دوی د کارونو پر سر حساب وشي، هغه وایي "موږ نه شو کولای چې هغوی نور خرابېدو ته پرېږدو او دا ځکه کېږي چې ورسره ښکېل نه یو".

د ملګرو ملتونو مرستیاله وایي طالبان ځکه پیاوړي کېږي چې څنګلوري هېوادونه ورسره تجارت کوي او هغوی دا ډاډ تر لاسه کول غواړي چې په افغانستان کې ګډوډي جوړه نه شي او له داخله ونه چوي.

طالبانو په نورو غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز سره سره په روانه اپرېل میاشت کې د ملګرو ملونو په ادارو کې هم ښځې له کار کولو منع کړې چې په غبرګون کې یې دې نړیوالې ادارې د مرستندویه چارو د درولو خبرداری ورکړی او خپلو ښځینه کارکوونکو ته په کورونو کې تنخوا ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG