دعیني شاهدانو اؤ دحوثي یاغیانو دچارواکو له مخې د چهارشنبې په ورځ دیمن په پلازمینه کې دمالي مرستو دویش لپاره د راجوړې شوې یوې دستورې په مهال جوړ شوي الغاؤ تلغاؤ کې لږ تر لږه 78 کسان وژل شوي اؤ 73 نور ژوبل شوي دي.
نړیوالې خبري شبکې ایف ایف پي دپېښې د دوؤ عیني شاهدانو عبدالرحمان اؤ یحیی محسن له خولې ویلي وسله والو حوثیانو دمرستو لپاره د راټولو شوؤ کسانو قابو کولو لپاره ډزې وکړې چې په ظاهره په دغو ډزو دبرېښنا یو تار ولګیدو اؤ هغه راغورځېدو .
عیني شاهدان وایي د ډزو اؤ دبرېښنا د تار شلیدلو له امله په خلکو کې چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل وؤ،سخته ویره ترهه خوره شوه اؤ الغاؤ تلغاؤ یې جوړ کړو .
په ټولنیزو رسنیو ددې پېښې خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د لسګونو کسانو مړي په زمکه پراته دي ،خلک چغې وهي اؤ ځینې نور دپېښې دښکار شوؤ کسانو دمرستې په هڅو کې دي.
دحوثي یاغیانو د واک لاندې داخله وزارت ویلي دا پېښه تېره ورځ ناوخته د صنعا په پخواني ښار کې هغه مهال رامنځته شوې چې په سلګونو بې وزله خلک د شتمنو تاجرانو لخوا ویشل کیدونکو مرستو ته ورټول شوي وؤ.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند بریګیډیر عبدالخالق الاغري ددې پېښې علت د سیمه ییزو چارواکو له مرستې ترلاسه کولو پرته دتاجرانو لخوا په بې ترتیبه ډول دمرستو ویش بللی دی.
ای ایف پي دیاغیانو دالمسیره ټي وي چینل له قوله خپل رپورټ کې ویلي چې دصنعا دصحت دڅانګې یو مشر چارواکي مطهر المعوني دې پېښه کې د78 کسانو د وژل کیدو اؤ 13ؤ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی دی.
دصنعاء دالثوره هسپتال مرستیال مشر حمدان باقري ویلي چې دا پېښه دچهارشنبې په ماسخوتن رامنځته شوې اؤ دمړینو ترڅنګ پکې لږ تر لږه 73 کسان پکې ژوبل شوي دي
د کورنیو چارو وزرات ویلي د مرستو ویشلو دوه منتظمین یې نیولي اؤ دهغوي نه پلټنې روانې دي.
دیمن پلازمینه صنعاء په کال 2014م کې دنړیوال ملاتړ نه دبرخمن حکومت له ړنګیدو وروسته دایران پلوه حوثیانو په واک ده.