لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو مشر اوکراین ته تللی، صدر زلنسکي ترې غوښتي همدا مو د نېټو د غړیتوب وخت دی


واشنګټن ـــــ د نېټو اتحاد مشر ین سټولټنبرګ په یوه نااعلان شوي سفر اوکراین ته تللی او دا پر دې هېواد د روس تر یرغل وروسته لومړی ځل دی چې هغه کیف ته ورغلی دی.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د نېټو له مشر سره لیدلي او هغه ته یې ویلي چې همدا د دې وخت دی چې هېواد ته یې په اتحاد کې غړیتوب ورکړل شي او وایي کیف له روس سره د جګړې لپاره نورو وسلو ته اړتیا لري.

ولسمشر زلنسکي دا خبرې له ین سټولټنبرګ سره په تر لیدو وروسته په ګډه خبري غونډه کې کړې دي.

ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اوکراین په سر ښار کیف کې له روس سره په جګړه کې د وژل شویو پوځیانو یادګار ته لاړ او وروسته یې د روس هغه تباه شوي پوځي سامان آلات وکتل چې نندارې ته ایښودل شوي وو.

د نېټو مشر پر خپل ټویټر کیف ته سفر او له صدر زلنسکي سره لیدل د ځان لپاره عزت بللی دی. سټولټنبرګ اوکرایني صدر ته ویلي چې نېټو به نن او تر اوږدې مودې پورې ورسره ولاړه وي:

"د اوکراین حقیقي ځای په نېټو کې دی او د وخت په تېرېدو به زموږ ملاتړ دا کار ممکن کړي".

ښاغلي سټولټنبرګ د معمول په توګه د امریکې په ګډون د نېټو د غړو هېوادونو د ملاتړ اظهار کړی چې د اوکراین له ځواکونو سره د خپل هېواد د دفاع لپاره د مرستې لپاره وسلې ور لېږي.

د نېټو مشر په داسې وخت له اوکراین سره د مرستو د ملاتړ اظهار کړی چې فنلېنډ هم په روانه اپرېل میاشت کې پر اوکراین د روس د یرغل په ځواب کې په دې اتحاد کې شامل شوی دی.

د فنلېنډ ګاونډي هېواد سویډن هم په نېټو کې د شاملېدو لپاره درخواست ورکړی چې د دې اتحاد نورو ټولو غړو هېوادونو منظور کړی دی خو هنګري او ترکیې لا نه دی تایید کړی.

د نېټو غړو هېوادونو ډنمارک او هالېنډ د پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین لپاره به د 14 لیوپرډ 2-A4 ټېنکونو په اخیستلو او بیارغولو کې ملګرتیا کوي.

د هالېنډ او ډنمارک د دفاع وزارتونو ویلي دغه ټېنکونه به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې تیار شي چې د اوکراین پوځ ته یې وسپاري. دواړو هېوادونه به د دې کار لپاره د 180 میلین ډالرو لګښت سره شریکوي.

اوکراین له خپلو متحدینو غوښتي دي د ټېکونو په څېر درنې وسلې دې ورکړي، چې دوی د روسي ځواکونو خلاف د خپل هېواد دفاع او مقابله پرې وکړای شي.

یادونه:- په دې رپوټ کې ځینې مواد له اې پي، اې ایف پي او رویټرزه اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG