لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم شته ملبه لا نه ده لرې کړی شوې دپاسه پرې نور غر راښويېدلی دی


د خېبرپښتونخوا په تورخم کې چې څلور ورځې وړاندې کوم غر راښويېدلی لاندې ترې خلک او مال وړونکي ګاډي ګېر شوي وو، هغه ملبه چې تر اوسه لا ټوله نه ده لرې کړی شوې، نن پرې دپاسه نور غر راښویېدلی دی.

د چارواکو په وینا د ملبې څخه نن مازيګر یو بل مړی راويستل شوی چې ورسره تراوسه پورې د ملبې څخه د راويستل شوو مړو شمېره شپږو ته ورسېده، او نور داسې ښايي چې د ملبې لاندې اوس هم کسان ګېر پاتې دي.

په سيمه کې د ژغورنې په عملياتو بوختې ادارې [رېسکيو1122] وياند مقصود عالم وي او اې ډیوه ته وويل، نن بيا نور غر راښويېدلی او هم په هغه ځای دپاسه کمر راغلی کوم چې پاک کړی شوی وو.

هغه وویل، دوی 70فيصده علاقه پاکه کړې خو 30 فيصده هغه ځای پاتې وو په کوم کې چې خيال کیږي اوس هم ګاډي او انسانان لاندې ګېر پاتې دي.

د رېسکیو ویاند وویل، دوی ته ځینې کسانو ویلي چې ګاډي یې او په ګاډو کې یې کسان لاندې ګېر پاتې دي، دوی د هغو د راويستلو هڅه کوله چې دپاسه پرې نور غر راوښويېد او کار یې ورته نور زيات کړو.

د ادارې ترمخه تراوسه پورې د ملبې څخه 25 ګاډي هم راويستل شوي دي.

د ملبې لاندې ګېر شوو کسانو خپلوان هم په دغه ځای موجود دي او وايي چې دوی په تمه وو چې خپلوان به یې ژوندي راوویستل شي خو تراوسه یې د مړ ژوندي هيڅ درک ونه شو.

زرمعاش خان هم د تېرو څلورو ورځو نه په دې تمه دی چې ورور يې د ملبې نه راووځي، هغه وايي نن په افغانستان کې اختر ورځ ده خو مونږ دلته په دې تمه يو چې ورور مو ده ملبې نه راووځي.

ياد غر په هغه ځای راښويېدلی په کومه لاره چې افغانستان ته مال وړونکي ګاډي ځي او څومره ګاډي او کسان چې د غره لاندې راغلي، ويل کيږي په دوی کې د زیاترو تعلق د افغانستان سره دی.

د ملبې څخه چې تراوسه پورې څو مړي راويستل شوي د هغو ټولو تعلق د افغانستان سره وو.

په تورخم کې د اپريل په 18مد غر راښويېدو له امله تراوسه پورې شپږ مړي، څلور ژوبل شوي راويستل شوي دي.

د خېبر انتظاميه چارواکي وايي د تيرې ورځې نه د ژغورنې عمليات چټک کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG