واشنګټن ــــ په امریکا کې سږ کال د خلکو ډله ییزې وژنې په ریکارډ کچه زیاتې شوې دي او یواځې د سږ کال په لومړیو 111 ورځو کې 17 پېښې شوې دي چې پکې 88 کسان وژل شوي دي.
فریډ ګټنبرګ د هغې څورلس کلنې نجلۍ جېم پلار دی چې په 2018م کال کې د فلورېډا ایالت د پارکلېنډ په های سکول کې له 17 نورو کسانو سره و وژل شوه، پلار یې وایي:
"هیڅوک باید حیران نه شي، زه خپلې لور ته هدیرې ته راځم، د دې وضاحت نه شي کېدای چې زه څنګه محسوسوم."
اسوسیېټیډ پریس او یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې د امریکې د ناردرن یونیورسټۍ په همکارۍ د را غونډو کړو معلوماتو له مخې سږ کال په هره اوونۍ کې پر خلکو یو ډله ییز برید شوی دی.
تېره اوونۍ هم د الاباما ایالت په ډېډویل ښار کې د یو ځوان د زوکړې په یوه محفل کې ډزې شوې وې چې څلور ماشومان پکې وژل شوي او 32 تنه پکې ټپیان شوي وو.
د امریکا د مین ایالت په بوډواین ښار کې په یوه بله پېښه کې له زندانه تازه خوشي شوي تن د خپل مور و پلار په ګډون څلور تنه په ډزو و وژل.
د اې پي او یو ایس اې د ډېټا له مخې له 2006م کال راهیسې تر اوسه په ټوله امریکا کې 2,842 کسان په ډله ییزو بریدونو کې وژل شوي دي.
د امریکایي ادارو د شمېر له مخې د ډزو په نتیجه کې په هرو لسو وژل شویو کسانو کې یو تر نولس کلنۍ د کم عمر لرونکی وي، وایي په دې توګه د ډله ییزو بریدونو په پېښو کې د ماشومانو د وژنې امکان په اوبو کې د ډوبېدو تر امکان پینځه چنده زیات دی.
په 1999م کال کې د امریکې د کولراډو په کولمباین های سکول کې په ډله ییز برید کې 13 تنه وژل شوي وو او له هغه راهیسې درې لکه 40 زره امریکایي ماشومان له وسلوال تشدد سره مخ شوي دي.
په 2022م کال کې په ټوله امریکا کې 34 زده کوونکي او د سکول کارکوونکي په داسې پېښو کې وژل شوي او په 43 زره امریکایي سکولونو کې لږ تر لږه یو ځل ډزې شوې دي.
د را غونډې شوې ډېتا له مخې پر خلکو د اجتماعي ډزو پېښې د هغه وژونکي تشدد یوه کوچنۍ برخه ده چې هر کال په امریکا کې کېږي، خو وایي بیا هم پر وسلو د بندیز په مخ کې خنډونه پاته دي.
د کانګرس لخوا پر نیم خودکاره ټوپکونو باندې د بندیز بیا لګولو امکان لرې ښکاري او د امریکې سپریم کورټ تېر کال د توپک قوانینو ته د بیاکتنې نوي معیارونه وټاکل، چې پر وسلو د بندیز په اړه یې پوښتنې را پورته کړې.
د اې پي په وینا تر اوسه د ډله ایزو بریدونو تېزوالی دا پېشبیني نه کوي چې ګواکې سږ به څورلس کاله وروسته بیا نوی کالنی ریکارډ جوړ کړي، وایي په 2009م کې د وینو تویېدو پېښې کمې شوې او په ټول کال کې د ډله ییزو بریدونو په 32 پېښو کې 172 کسان و وژل شول.
د امریکې ځینو ایالتونو هڅه کړې چې په خپلو پولو کې د ټوپک کنټرول زیات کړي. تېره اوونۍ د میشیګن ګورنر ګریچن وایټمر یو نوی قانون لاسلیک کړ چې په بنیاد به یې د توپکو د اخیستونکو د جرم پس منظر کتل کېږي.
په مرکزي کچه هم صدر جو بایډن تېر کال د توپک د تشدد د مخنیوي قانوني مسوده لاسلیک کړه چې له مخې یې په امریکا کې د ځوانو توپک اخیستونکو بېکګراونډ یا پس منظر کتل کېږي.
یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.