لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې له سوډانه خپل ټول سفارتکاران او د هغوی د کورنۍ غړي‌ و ایستل


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

واشنګټن ــــ امریکې نن سهار وختي د سوډان په ځایي وخت د دې هیواد له سر ښار خرطوم څخه د خپل سفارت ټول کارکوونکي،‌ سفارتکاران او د هغوی د کورنۍ غړي را ایستلي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن پر ټویټر لیکلي چې په خرطوم کې یې پخپل سفارت کې کارونه درولي او خپلې ټوله امریکایي عمله یې له خپلو کورونو سره را ایستلې ده:

"موږ د امریکایي وګړو د تحفظ لپاره په پلان جوړولو کې مرستې ته دوام ورکوو. موږ به د ډزبندۍ پراخولو ته هم دوام ورکړو چې د سوډان خلکو ته د نور زیان مخه ونیول شي".

د سوډان د رېپیډ سپوټ فورسز یا بیړنۍ مرستې ځواکونو کمانډ پر ټویټر لیکلي چې د انخلا په بهیر کې یې له امریکایي ځواکونو سره همږغي کړې وو او "په شپږو الوتکو کې د سفارت کارکوونکي او د کورنۍ غړي یې نن سهار وختي را وایستل شول".

د رویټرز خبري ایجسنۍ هم د موضوع په هکله د یو خبر تن په حواله لیکلي چې امریکایي سفارتکاران او د کورنۍ غړي یې له خرطومه ایستل شوي.

له سوډانه امریکایي وګړي په داسې وخت وتلي چې د پوټونو له مخې د سوډان د وسوالو ځواکونو د کمانډر جنرل برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو د قوماندان جنرل محمد حمدان داګلاو د وسلوالو تر منځ په خرطوم کې نښتې بیا پيل شوې دي.

د کوچني اختر د رخصتو په ورځو کې د ډزبندۍ اعلان شوی وو خو د وي او اې یو خبریال چې د سوډان په پایتخت کې دی ویلي چې د ورځې په پای کې یې د سختې جګړې غږونه اورېدلي دي او داسې ښکاري چې جګړه یو ځل بیا پیل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د جګړې له پیله د سوډان د دواړو جنرلانو سره څو ځله خبرې کړي او په ټول هیواد کې یې ترې د کوچني اختر د رخصتیو د پای ته رسېدو پورې د اوربند غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بلینکن د تیرې پنجشنبې- زیارف په ورځ د وزیرانو په یوه ځانګړې غونډه کې برخه واخیسته چې مشري یې د افریقایي اتحاد د کمیشن مشر موسي فاکي کولې.

د سوډان د وسلوالو ځواکونو قوماندان د شنبې- خالي په ورځ وويل د هېواد په سر ښار خرطوم او د ښار په مهم هوایي ډګر کې د جګړې له دوام سره سره د هغو هڅو په همغږۍ بوخت دی چې په پوځي الوتکو کې له دغه هېواده د امريکا، برتانيې، چين او فرانس سفارتکاران وباسي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په خرطوم او شاوخوا سیمو کې د دغې جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له 400 ډېر کسان وژل شوي او تر 3,500 ډېر نور ټپیان شوي دي.

بهرنيو هېوادونو له سوډانه د خپلو وګړو او سفارتکارانو د ايستلو هڅه کړې، خو داسې ښکاري چې د ايستلو بهیر ډېر خطرناک دی، ځکه چې د خرطوم د استوګنې سيمو په ګډون په مختلفو ځایونو کې د پوځ او ملېشو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG