لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانګرس کمېټې د امریکا له حکومته وغوښتل چې د افغانستانه د انخلا د عملي جاج اخېستنې رپوټ عام کړي


واشنګټن - د امریکا په کانګرس کې د خارجه چارو کمېټې مشر مایکل مک کال، خارجه وزیر انټني بلېنکن ته یو خط لېږلی او له هغه یې غوښتي دي چې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د انخلا نه پس د عملي جاج اخېستو دستاوېزات دې ښکاره کړي او عوامو ته دې وړاندې کړي.

د ښاغلي مک کال دفتر د نهې/سې شنبې په ورځ [د اپرېل په ۲۵مه] یو بیان جاري کړ او هغه کې یې ویلي چې د استازو اېوان د خارجه چارو د کمیټې چېئرمېن مایکل مک کال د جاج اخېستنې د رپوټ تر لوستلو وروستو، په دې باور دی چې د افغانستان څخه د انخلا د جاج اخېستنې رپوټ ځیني برخې د هغو خبرو سره ډېر فرق لري کوم چې انتظامیې په ښکاره خلکو ته ویلي دي.

نو ځکه ښاغلي مک کال د امریکې په خارجه وزارت غږ کړی چې د خلاصه رپوټ غېرمرتب شوي یا غیر رازداره برخې دې په فوري توګه او بشپړ رپوټ دې په شپېتو ورځو کې دننه، سرعام کړي. هغه د خارجه وزارت نه دا هم غوښتي چې د افغانستان نه د انخلا وروستو د عملي جاج اخېستنې رپوټ دې د کوم سېنسر یا پټولو بغیر، په پوره توګه د مې میاشتې تر پنځمې نېټې پورې اېوان نمایندګان خارجه کمیټې ته ولیږي.

د دې رپوټ ځیني برخې د غیررازداره مګر حساس مواد یاد شوي، ځیني برخې یې هم رازداره ګڼلی شوي او پټ کړی شوي دي.

مک کال ویلي، دا پوښتنې هم راپورته کیږي چې دا برخې ولې رازداره او یا هم حساسې ګڼلی شوي او ځیني یې پټې کړی شوي، آیا صرف د سیاسي وجوهاتو له کبله، یا د شرم له کبله، او یا کومه بله رازداري په کې ده.

د کانګرس د خارجه کميټې دې غړي د رپوټ ځینې غیررازداره برخې هم خپرې کړي او ښودلي یې دي چې د انخلا په پروسه کې د بایډن انتظامیه هم د ځینو ناکامیو ذمه واره وه.

واشنګټن پوسټ ته د طالبانو او خلیلزاد غبرګون

د افغانستان نه د انخلا وروسته په هغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د بیا پیاوړي کېدلو په اړه وخت ناوخت فکرمندۍ څرګندې شوي دي.

څو ورځې وړاندې د امریکا واشنګټن پوسټ اخبار پخپل یو رپوټ کې وویل چې ګني د پنټاګان د افشا شوو پټو اسنادو په اساس، د صدر بایډن لخوا افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له ویستل کیدو راهېسي، تر دوؤ کلونو هم په کمه موده کې افغانستان د داعش لپاره د همغږۍ یا رابطو په مرکز بدل شوی دی.

د واشنګټن پوسټ اخبار په حواله، په دې افشا شوو خفیه دستاویزاتو کې ویل شوي چې افغانستان کې موجود ترهګر د یو بل سره تماس کې دي او په اروپا او ایشیا کې د ترهګریزو بریدونو پلانونونه جوړوي.

د افغانستان دپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد چې طالبانو سره یې دوحه کې مذاکرات کول او د دوحې لوظنامه یې امضا کړې ده، د واشنګټن پوسټ اخبار د رپوټ په خلاف تند غبرګون ښودلی او هغه یې "احساس پاروونکی مبالغه" او بلا جواز بللی دی.

خلیلزاد پخپل بیان کې ویلي چې " له افغانستان څخه د ترهګرۍ پراخېدل یو له هغو وېرو څخه وه چې د امریکا له وتلو سره تړلې وه. خو داسې نه دي شوي."

خلیلزاد دعوه کړې چې افغانستان کې القاعده ډېره کمه شوې او "اوسمهال په افغانستان کې تر هر وخته کمزورې ده".

هغه دا هم ویلي چې طالبان په داعش-خراسان ډلې باندې "پرله پسې او مرګوني بریدونه کړي او ګڼ مشران یې وژلي دي"، مګر دا یې هم منلې چې داعش لا هم یوه خطره پاته ده.

خلیلزاد ټینګار کړی چې د ترهګرۍ په خلاف اقداماتو کې دې طالبان د خپلو ژمنو په اړه ذمه وار وګرځول شي، خو ترڅنګ یې دا هم ویلي چې "د طالبانو سره د خپلو ترهګرۍ ضد مبارزې او جیو پولیټیکي منافعو په برخه کې عملي چلند وکړو".

تر دې وړاندې، طالبانو هم د واشنګټن پوسټ وروستي رپوټ ته غبرګون ښودلی و او د پنټاګان یاد شوي دستاوېزات یې جعلي وبلل.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې ولیکل چې: "د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیزه شوی سند ښيي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی، موږ دا ادعا په کلکه ردوو".

مجاهد همدرانګه لیکلي چې داعش ډله په افغانستان کې "سخته ځپل شوې او د محوې کیدو په حال کې ده".

د طالبانو ویاند دا هم ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې دې ډلې په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، په ټول هیواد کې یې امنیت ټینګ کړی او زیاته کړې یې ده چې د کوچني اختر په ورځو کې هیڅ ډول امنیتي پیښه په هیواد کې نده شوې.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG