واشنګټن ــــ په ایران کې چارواکو د ښځو لپاره د دې هېواد د جامو له ضابطو څخه د سرغړونې خلاف د اقداماتو تر اعلان څو اوونۍ وروسته په دوو مشهورو هنرمندو باندې د حجاب نه کولو له کبله د جرم رسمي تور یا فردِ جرم لګولی دی.
د ایران د ځایي رسنیو د رپوټ له مخې دغو دواړو هنرمندو د جامو له ټاکلي کوډ سرغړونه کړې او په لوڅ سره اخیستي خپل عکسونه یې پر انټرنیټ خپاره کړي دي.
د تهران پولیسو د کتایون ریاحي او پانته آ بهرام خلاف مقدمه درج کړې او دا شخړه یې عدالت ته لېږلې ده. په مقدمه کې ویل شوي چې دوی "په ولسي ځایونو کې د حجاب لرې کولو جرم کړی دی".
د دغو دواړو هنرمندو ګڼ شمېر پلویانو په ټولنیزو رسنیو باندې پر دې خبر افسوس کړی دی او له دوی دواړو سره یې خواخوږي ښکاره کړې ده. پر سوشل مېډیا د دوی دواړو د فلمونو کلیپونه او عکسونه هم لګول شوي دي.
د ایران د نیم سرکاري خبري خبري ایجنسۍ تسنیم د خبر له مخې که د دغو دواړو هنرمندو خلاف مقدمه وچلېږي نو کېدای شي چې جرمانه یا د قید سزا ورته واورول شي.
د روانې اپرېل میاشتې په پیل کې د ایران پولیسو ویلي وو، د هغو ښځو خلاف به ګامونه اخلي چې د ملک د جامو له قوانینو سرغړونه کوي او وایي د دې کار لپاره به په ولسي ځایونو کې له سمارټ ټیکنالوجۍ کار اخلي.
د 53 کلنې پانته آ بهرام عکسونه تېره اوونۍ هغه وخت پر سوشل مېډیا زیات خپاره شول چې هغې د یو فلم په نمایش کې له پړوني پرته عکسونه اخیستي وو.
همدارنګه 61 کلنې کتایون ریاحي تهران ته نیژدې په ولسي ځایونو کې اخیستي خپل هغه عکسونه پر سوشل مېډیا پوسټ کړي وو چې د سر وېښتان یې پکې نه وو پټ کړي.
په ایران کې د 1979م کال تر انقلاب سمدستي وروسته د دې هېواد مذهبي حکومت د ښځو لپاره په ولسي ځایونو کې د پړوني پر سر کول ضروري کړي وو.
په وروستیو میاشتو کې داسې پېښې زیاتې شوې دي چې ایراني ښځې د جامو قانون نه پر ځای کوي او دا زیاتوالی له هغه وروسته راغی چې د تېر کال په ستمبر کې پولیسو 22 کلنه کردۍ مېرمن مهسا امیني په تهران کې د جامو د کوډ د سرغړونې په تور نیولې او بیا هغه په بند کې د ممکنه تشدد له کبله مړه شوې وه.
د مهسا امیني د مړینې په خلاف په ټول ایران کې قهرجنې احتجاجي مظاهرې وشوې چې د مخکښۍ رول یې ښځو تر سره کاوه او دوی د ښځو د حجاب په اړه ملکي قانون چېلنج کړ.
هنرمندې کتایون ریاحي د تېر کال په نومبر کې د مهسا امیني په حق کې له احتجاج کوونکو سره د یووالي لپاره پر ټولنیزو رسنیو داسې عکسونه پوسټ کړي وو چې پکې یې سکارف یا پړونی نه وو پر سر کړی او په همدې تور تر یوه اوونۍ زیاته موده په بند کې ساتل شوې وه.
ایراني چارواکو لس ورځې مخکې ویلي وو چې 150 داسې تجارتي ادارې یې بندې کړې دي چې کارکوونکې ښځې یې د حجاب قانون په بشپړه توګه نه عملي کوي.
یادونه:- د دې خبر معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.