لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نیوزیلېنډ نه د یو ورځني کرکټ د سیالیو د لړۍ پرله پسې دویمه لوبه هم وګټله


پاکستان نیوزيلینډ ته په ماتې ورکولو د یو ورځني کرکټ دسیالیو د لړۍ دویمه لوبه هم کټلې اؤ داسې یې دې لړۍ کې د صفر په مقابله کې په دووؤ بریا ترلاسه کړې ده.

دخالي په ماسخوتن پېنډۍ ښار کې ترسره شوې دې یو ورځنۍ سیالۍ کې دپاکستان فخرزمان له سوځېدو پرته تر ټولو زیاتې 180 منډې جوړې کړې دي.

دپاکستان محمد رضوان 54 ،کپتان بابر اعظم 65، امام الحق 24 او عبداللہ شفیق په دې سیالۍ کې 7 منډې جوړې کړې.

دنیوزی لینډ میټ هینري، هینري شپلی او اِیش سودي دپاکستان یو،یو لوبغاړی وسوځولو.

پخپله پاڼۍ کې پاکستان وړومبی بیټنګ وکړو اؤ دنیوزيلینډ لوبډلې ته یې په ټاکلو 50 اوررونو کې دپینځوؤ لوبغاړو په تاوان 336منډې جوړې کړې.

دنیوزيلینډ ډیرل مچل په 119 بالونو تر ټولو زیاتې 129منډې جوړې کړې.

کپتان ټام لیتھم په 98،چیډ باؤز په 51، وِل ینګ په 19،جیمز نیشم په17، هینری نکلس په 6 او مارک چیپ مین په یوه منډه جوړولو وتوانېدل.

په دې سیالۍ کې دپاکستان له لوري حارث روف دنیوزيلینډ څلور اؤ نسیم شاه یو لوبغاړی وسوځول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG