لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړېوالو بازارونو کې د خوراکي موادو بیعې رالوېدلي، خو عام خلک یې لا هم په ګرانه اخلي


واشنګټن (اې پي) - د خوراکي توکو ګرانې بیعې، د نړۍ په مختلفو ملکونو کې د خلکو د ژوند په طریقې اثر غورځولی دی. پاکستان کې د اقتصادي ستونزو سره مخ کورنۍ په دې دلیل چې نور د غوښې اخستو توان نه لري، د خپل روزانه خوراک نه یې غوښه لېرې کړې او سبزیانې خوري. د کینیا د مرکز نایروبي رېسټورانټونو خپله د چپاتي ډوډۍ اندازه وړوکې کړې ده، په هنګري کې ځینو رېسټورانټونو د غوړیو او غوښې د ګران قیمت په وجه، د غوایي د غوښې برګرونه او په غوړو کې پاخه شوي فرایز/چپس له خپلې مینیو لېرې کړي دي.

د نړۍ په هر ګوټ کې د خوراکي موادو بیعې په دوامداره او دردوونکې توګه لوړې دي. د دې ګرانۍ وجه هم واضحه نده معلومه. په نړېوالو منډیو کې د غله دانې، نباتي غوړیو، د شیدو د پیداوارو او نورو زراعتي پیداوارو بیعې، له ریکارډ کچې رالوېدلي دي. مګر د بیعو دا کموالی، په دکانونو، عامو بازارونو کې نه محسوس کیږي او عام خلک لا هم په دې حیرانه دي چې څنګه ګوزاره وکړي.

په کینیا کې د څلورو اولادونو یوه مور، لېنا میوني وایي: "مونږ نشو کولی چې اکثره ورځې د غرمې او ماښام روټۍ وخورو، ځکه مونږ پسې د کور کرایه او د سکولونو فیس هم شته دی."

هغه وایي چې د دوه کلوګرامه د جوارو اوړو بیعه د هغې د روزانه تنخوا دوه برابره ده. لېنا په یوې تړې باندې سبزیانې خرڅوي.

کله چې روس د تېرکال په فبرورۍ میاشتې کې په اوکراین حمله وکړه، د خوراکي موادو بیعې د وړاندې نه په جګېدو وې، او بیا د غله دانې او د کیمیایي سرې تجارت کې اخلال راغی، او دې سره بیعې نورې هم په بره وختلې.

خو په نړېواله کچه ډېر وخت تېر شو چې هغه ګراني ختمه شوې ده.

ملګري ملتونه وایي، دا پر له پسې دوولسمه میاشت ده چې د خوراکي توکو بیعې راغورځېدلي دي، ځکه له یوې خوا روس او برازیل په شان ملکونو کې د زراعت پیداوار زیات شوی او بل اړخ ته د جګړې په مهال د اوکراین نه د غله دانې د برامداتو لوظنامه پر ځای شوی ده.

د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو او زراعت تنظیم پورې متعلق د خوراکي موادو د بیعې اېنډکس اوس مهال په اوکراین باندې د روس د یرغل د پیل د وخت نه هم راغورځېدلی.

مګر د دې سره سره، په ځایي بازارونو کې د خوراکي موادو بیعې په بېساري توګه همداسې په بره روانې دي او عامو خلکو ته یې سخت مشکلات جوړ کړي دي.

په لندن کې مېشت یو اقتصادپوه او د عالمي ترقۍ په مرکز کې د یورپي پروګرام یو مشر ایان مېچل وایي، د خوراکي موادو بازارونه دومره د یو بل سره مرتبط دي چې "تاسو د نړۍ په هره برخه کې چې یاست، که په عالمي کچه بیعې لوړې شي، نو په تاسو یې اثر غورځیږي."

د امریکا د زراعت وزارت پخوانی ستراقتصادپوه جوزف ګلاوبر وایي چې د ځانګړو زراعتي پیداوارو – لکه مالټو، غنمو، څاوریو – بیعې به تر دې هم ډېرې لوړې شي.

په امریکا کې، چېرته چې تېره میاشت د خوراکي موادو د ګرانۍ شرحه د تېر کال د هماغه میاشتې په نسبت اته نیم فیصده لوړه شوې، ګلاوبر وایي کله چې پیداوار د فارمونو نه وېستل کیږي، وروسته ورباندې "پنځه اویا ۷۵ فیصده نوره خرچه راځي. دا د انرجۍ خرچه ده. دا ټول د پروسسنګ خرچه ده. ټوله د ټرانسپورټ خرچه ده، د کاریګرو خرچه ده."

د دې خرچو ترڅنګ، په نړېواله کچه بنیادي انفلېشن هم سېوا شوی دی چې په نړېوال اقتصاد کې یې قابو کول مشکل شوي دي. اقتصاد پوه ګلاوبر وایي، د خوراکي موادو بیعې به راکښته شي، مګر دا کمېدل به په کراره کراره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG