د پاکستان پوځ وایي د افغانستان د پولې سره پیوست د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د وسله والې ډلې د یو کمانډر په ګډون شپږ ترهګر نیولي دي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې د ګل/دوشنبې په ورځ خپل بیان کې ویلي دغه ترهګر یې میرامشاه سیمې نه نیولي چې د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې کمانډر مهتاب عرف "لاله" هم په کې شامل دی.
پوځ وایي دغه عملیات یې سیمه کې د ترهګرو د شتون په اطلاع کړي وؤ.
د طالبانو یادې ډلې لا د خپلو دغو وسله والو د نیول کېدو د دعوې په اړوند څه نه دي ویلي.
پوځي بیان کې ویل شوي چې نیول شوي وسله وال د ترهګرۍ په ګڼ شمیر پېښو، په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ دعامو وګړو په هدفي وژنو کې ککړ وؤ اؤ امنیتي ادارې ورپسې له ډېره وخته ګرځېدلې.
د پاکستان پوځ عموماً په دغسې عملیاتو کې د ترهګرو د وژلو دعوې کوي اؤ ډېر کم یې د ترهګرو ډلو د وسله والو د نیولو دعوې کړې دي خو پخپل دې بیان کې یې نه ده واضحه کړې چې ایا په عملیاتو کې کومه مرګ ژوبله هم اوښتې ده که نه؟
په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول په پولیسو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې په دې بریدونو کې د اکثرو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.
د پاکستان پوځ اؤ حکومت تېره میاشت منلې وه چې ترهګرو سره نرمې رویې دوی یو ځل بیا منظم کړي دي اؤ نتیجه یې د تازه بریدونو په شکل کې مخې ته راغلې ده.
د پوځ اؤ حکومت لوړ پوړو چارواکو دملي امنیت د کمیټې غونډه کې د ترهګرو په ضد د هر اړخیزو عملیاتو پیل کولو منظوري هم ورکړې وه خو د عملیاتو داعلان په ضد د پښتونخوا دسیاسي ګوندونو اؤ ولسي تحریکونو لخوا د سخت غبرګون مخې ته له راتلو وروسته پوځ بیا ویلي وؤ چې هیڅ نوي عملیات نه پیل کیږي بلکې وړاندې نه د استخباراتي معلوماتو په اساس د روانو عملیاتو لړۍ به نوره چټک کولی شي.