لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د شانګهایي همکارۍ تنظيم غونډه کې د ګډون دپاره هند ته رسېدلی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري د شنګايي همکارۍ تنظيم غونډه کې د ګډون دپاره د هند ګوا ښار ته رسېدلی دی. هند ته په رسېدو بلاول بټو ويلي هیله لري چې دغه به کامیابه غونډه وي.

بلاول بټو زرداري نن د زیارت په ورځ د هند ګوا ښار ته رسېدلی او ويلي یې دي د شنګايي همکارۍ سازمان په غونډه کې د پاکستان د پلاوي په مشرۍ کولو خوشاله دی او هيله مند دی چې دغه به کاميابه غونډه وي.

د تلو وړاندې نوموړي مطبوعاتو سره په شريک کړي ويډيوي بيان کې ويلي وو، د شنګايي همکارۍ سازمان کې د ګډون دپاره د هغه تګ ښکاره پېغام ورکوي چې پاکستان دغه تنظيم ته څومره ارزښت ورکوي او د خپل غړيتوب څرګندونه کوي.

نوموړی په 12 کاله موده کې د پاکستان د بهرنیو چارو کوم لومړی وزير دی چې د هند سفر کوي.

پاکستان ويلي، د بهرنيو چارو وزیر یې د هند د بهرنيو چاو وزیر سبرانيم جی شنکر په بلنه نن د زیارت او سبا د جمعې په ورځ د شنګايي همکارۍ تنظیم په غونډه کې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وي او اې ته تاييد کړې چې د بلاول بټو د هند په سفر کې د هغه د هند د بهرنيو چارو وزير سره ځانله ناسته نه ده ټاکل شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د هند سفر کړی د پاکستان او هند ترمنځ د کال 2019 وروسته چې هند د کشمیر ځانګړی حيثیت ختم کړی، د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې دي.

په هندوستان کې د نرېندرا مودي حکومت د کال 2019م د اګست په پينځمه نېټه د اساسي قانون ۳۷۰ (370) مادې له ختمولو سره د کشمير ځانګړی حېثيت ختم کړی او تر خپلې ولکې لاندې جمو او کشمير سيمې يې له ځان سره ګډې کړي چې په ضد يې پاکستان سخت غبرګون ښودلی وو.

پاکستان نه یواځې د اګست په پينځمه د کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو په اړه د هند د حکومت غندنه کړې، بلکې د هغه وخت د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په غونډه کې تور لګولی وو چې هند تر خپلې ولکه لاندې کشمیر کې پر خلکو ظلمونه کوي او له اوږدې مودې یې ګرځبندیز لګولی دی.

څيړونکي وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاو تريخوالي په اړيکو کې د بلاول بټو د هند د سفر څخه زیاتې هيلې نه شي لرلې کېدې خو په راتلونکې کې دې سفر ته د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د ښه والي دپاره د يو قدم په توګه کتل کېدی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG