د پاکستان پوځ چې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته د احتجاجونو په مهال په پوځي ودانيو د حملو پېښو ته توره ورځ ویلي، تحریک انصاف ګوند ویلي پوځي بیان د حقيقت سره په ټکر کې دی.
په نهمه مې د عمران خان د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړي، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي دي.
پوځ پرون ویلي وو، عمران خان د قانون ترمخه نيول شوی او د هغه د نيولو وروسته په منظم ډول په پوځي ودانيو حمل شوي او د پوځ خلاف نعرې وهل شوي دي.
پوځ ویلي، کوم کار چې د ملک ابدي دښمن په 75 کاله کې نه وو کړی د واک په حوس کې يوې سياسي ډلې وکړو. پوځ ویلي د شرخوښوو پرضد به کارروايي کولی شي.
د پوځ د بيان په غبرګون کې تحریک انصاف ګوند ويلي، پوځي بيان د حقيقت سره په ټکر کې، د ځمکنيو حقايقو ناقص ادراک، او د ملک تر ټولو غټ ګوند په انتقامي بنياد د جوړې شوې بیانيې افسوسناکه مجموعه ده.
تحريک انصاف ګوند ويلي، پرامنه، غېرمتشدده په ايين او قانون عمل کوي. په بيان کې په نهمه مې د عمران خان نيولو ته د اغوا نوم ورکړی شوی، او زياته کړی شوې چې د هغې وروسته کوم ولسي غبرګون مخې ته راغلی عمران خان دغه خبرې پرله پسې د تېرو 13 مياشتو راهسې کولې.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې تېر کال د اپرېل په میاشت کې د واک څخه لرې کړی شوی په پوځ يې تورونه لګول پېل کړي، او په وروستيو کې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په يو افسر جنرل فېصل نصير تور لګولی که هغه له څه وشو زمه وار به یې فېصل نصير وي.
پوځ او حکومت تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.
د عمران خان د نيولو وروسته د پرون شپې پورې د ملک په لويو ښارونو کې د تحریک انصاف ګوند د پلويانو احتجاجونه روان وو، په يادو احتجاجونو کې د مرګ ژوبلو اوښو خبرونه هم مخې ته راغلي دي.
د مظاهرو په مهال د امنیت ټينګ ساتلو دپاره په خېبرپښتونخوا، پنجاب او پلازمينه اسلام اباد کې پوځ بلل شوی او مرکزي حکومت يې منظوري ورکړې ده.
تحریک انصاف ګوند ويلي، د عمران خان د خوشي کولو پورې به احتجاجونه کوي خو بل لور ته د عمران خان د نيولو وروسته د یاد ګوند ځينې نور مشران هم نيول شوي دي.
عمران خان پرون د احتساب عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت يې د اته ورځو جسماني ريمانډ منظور کړی دی.