واشنګټن ــــ د شلو کالو راهسې ساينسدانان د هر تن پوره ډي اين ای د بل تن سره موازنه کوي او دا ټېمپليټ تر ډېره د جینیاتي موادو په بنياد دی چې د يو تن نه اخستل شوې نمونه ده او دغه تن د بفېلو د سړي په نوم پېژندل کيږي.
خو ساينس پوهان خبر دي چې د اوږدې مودې نه کارول شوی د موازنې دا ټېمپليټ لا ريفرنس جېنوم ډېر محدود دی ځکه دا عمل د انسانانو قسمونه نه احاطه کوي.
په يونيورسټي اف کيليفورنيا کې د جينومېکس کارپوه بېنېډېکټ پيټن وايي “مونږ په انسانانو کې د توپير کولو يو ښه پوهې ته اړتيا لرو. مونږ کمی لرو”.
اوس ساينس پوهان د ډېرو قسمونو پېژندلو په یوه حواله لا رېفرنس جوړولو کار کوي چې دوی ورته پينجېنوم وايي. په پينجېنوم کې تر اوسه د نړۍ په کچه په ډېرو ځايونو کې د 47 تنو جېنېټېک مواد اخستل شوي دي.
دا د څلور مطالعاتي تحقيقونو برخه ده چې د شورو- جهارشنبې په ورځ په نيچر او نيچر بايوټېکنالوجي جرنلو کې چاپ شوې ده.
ساينس پوهان وايي دا د وړاندې نه دوی ته د صحت او مرض په اړه ډېر څه نوي ورښايي چې په راتلونکي کې به د ناروغانو مدد وکړي.
پيټن وايي نوې حواله لا نيو رېفرنس به د ساينس پوهانو په دې پوهه کې مرسته وکړي چې څه عادي دي او څه عادي نه دي. هغه وايي:
“دا يواځې په پوهېدو ده چې کوم عادي توپير څنګه وپېژندل شي. مونږ به وکړی شو چې ووايو اوه! دا هغه غټ ساختنی یا د جوړښت بدلون دی چې په جين اثر کوي؟ د دې په اړه مه انديښمن کېږه”.
انساني جېنوم د هداياتو يوه مجموعه ده چې انسان جوړوي او ساتي. کارپوهان د پينجېنوم وضاحت د ډېرو خلکو د جېنوم د پوره سلسلې جمع کول بولي چې داسې ډيزاين شي چې د انسانانو د قسمونو نمايندګي وکړي.
پيټن چې د پينجېنوم تحقيق ليکونکی او د پروژې مشر دی وايي د وړومبي 70 فیصده دغه جېنوم حواله د يو افريقايي امريکايي سړي نه راغله چې نسل يې د ګډ افريقايي او يورپين نيکونو وو او په بفېلو کې يې په رضاکارانه توګه د دې د پاره په کال 1997م کې اخبار ته اشتهار ورکړی وو.
دا نوره 30 فیصده برخه د نورو شلو کسانو نه واخستل شوه.
پينجېنوم د 24 افريقايانو د نسل د کسانو، 16 د امريکايانو او کيريبين خلکو، شپږ ايشيايي او يو يورپين تن د موادو مجموع ده. پيټن وايي:
“د هر دوو تنو جېنوم د 99% نه ډېر د يو بل سره يو شان وي او هم دغه توپير دی چې د جېنېټېکس او جېنومېکس په اړه د پوهې او تحقيق سره تعلق لري”.
کېدلی شي ناروغان د دې تحقيق نه څه وخت پس ګټه پورته کړي خو ساينس پوهان وايي نوې لاس ته راوړنې به حتمن جېنیاتي معاينه کول نور باوري کړي، د دوايانو موندل او د ذاتي تداوي کار به نور هم ښه کړي. پيټن وايي “مونږ د يوې اوږدې لوبې د پاره په دې کې بوخت يو”.
یادونه:- دا رپوټ له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوی دی.