لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکیې د صدارتي انتخاباتو یو کاندید د خپلې امیدوارۍ نه په شا شو او ګټه به یې د اردوان رقیب ته رسیږي


د وطن ګوند مشر محرم اېنجه چې په صدارتي انتخاباتو کې د خپلې امیدوارۍ نه په شا شوی دی
د وطن ګوند مشر محرم اېنجه چې په صدارتي انتخاباتو کې د خپلې امیدوارۍ نه په شا شوی دی

واشنګټن - د ترکیې د صدارتي انتخاباتو یو امیدوار د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه انتخاباتي ځغل پرېږدي او له خپلې امیدوارۍ په شا شو. دا ګام په انتخاباتو کې د صدر رجب طیب اردوان لوی رقیب، کمال قلیچداراوغلو ته ممکن ګټه ورسوي.

د ترکیې د وطن پارټۍ مشر محرم اېنجه، چې ګوند یې لږ څه کین اړخی ګڼلی کیږي، د آینده هفتې په انتخاباتو کې یو له څلورو امیدوارانو څخه و. د ترکیې صدارتي انتخابات د مې په ۱۴مه نېټه کېدونکي دي چې ورسره یوځای پارلېماني انتخابات هم ترسره کیږي.

د ترکیې شپږ سیاسي ګوندونه چې د طیب اردوان خلاف دي، یو ائتلاف جوړ کړی او ټولو په ګډه د کمال قلېچدار اوغلو ملاتړ کوي. په محرم اېنجه باندې دا تنقیدونه کېدل او فشار ورباندې زیات شوی و چې ولې د دغو شپږو پارټيو د ائتلاف ووټونه تقسیم کوي چې که داسې شوي و، نو امکان یې و چې د دې سببه صدارتي انتخابات دویم دور ته ولاړ شي.

محرم اېنجه د خپل سیاسي ګوند د دفتر مخې ته خبریالانو سره خبرو کې وویل: "زه د سیالۍ نه په شا کېږم. زه دا کار د خپل ملک دپاره کوم."

اردوان چې د ۲۰۰۳ کال راهېسي اول د وزیراعظم او بیا د صدر په توګه د ترکیې مشر پاته شوی دی، اوس په انتخاباتو کې د داسې سخت چلېنج سره مخ شوی چې په تېرو شلو کلونو کې نه و مخ شوی. د سروې ګانو نتایج څرګندوي چې قلېچدار اوغلو لږ څه په اردوان باندې مخ ته دی. داسې اټکل شوی و چې هېڅ یو کاندید به په اول دور کې د پنځوس فیصدو نه زیات ووټونه ونه ګټي.

د سروې ګانو ترمخه، په ووټرانو کې د محرم اېنجه مقبولیت د امیدوارۍ د اعلان په وخت کې اته (۸) فیصده و، خو وروسته یې د مقبولیت کچه راولوېدله او قریب دوه (۲) فیصدو ته ورسېدله.

محرم اېنجه په ښکاره داسې څه ونه ویل چې هغه د قلېچدار اوغلو په ګټه تر خپلې امیدوارۍ تېریږي، مګر څېړونکي وایي چې د هغه په شا کېدل، په غالب ګومان سره د قلېچداراوغلو سیاسي ائتلاف ته ګټه رسولی شي.

د اردوان مخالف سیاسي ائتلاف غړو د محرم اېنجه د شا ته کېدو د فیصلې هرکلی کړی دی.

د ترکیې د ډېموکراټ پارټۍ مشر ګولتېکین اویسال ویلي: "که خدای کول، زمونږ اولس به په آینده ورځو کې لازمي ګامونه واخلي چې مونږ د انتخاباتو په اول دور کې [کامیابه] شو."

اېنجه د صدارتي انتخاباتو د امېدوارۍ نه په شا شوی مګر دا یې ویلي چې د هغه وطن پارټۍ، کوم چې په ۲۰۲۱ کال کې جوړه شوې ده، په پارلېماني انتخاباتو کې به سیالي کوي.

محرم اېنجه، چې اته پنځوس (۵۸) کلن او پخوا د فزیکس استاذ و، تر دې وړاندې د ۲۰۱۸ په انتخاباتو کې د اردوان خلاف صدارتي انتخاباتو کې ځان کاندید کړی و. هغه وکړی شول چې دېرش فیصده ووټونه حاصل کړي، مګر وروسته بیا د سي اېچ پي پارټۍ نه یې خپله لاره جدا کړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG