دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف لاهور کې دکورکمانډر یا پوځي مشر په کور جناح هاوس برید کې دککړو کسانو په 72 ساعتونو کې دنیولو امر کړی دی.
په عین حال کې دلاهور پولیسو دغه برید کې دککړو کسانو دښودونکو لپاره دانعامونو اعلان کړی اؤ دبرید کوونکو عسکونه یې په ټولنیزو رسنیو اؤ لاهور کې په بینرونو خپاره کړي دي.
دپخواني وزیراعظم عمران خان دګرفتارۍ پرضد دتحریک انصاف په سوؤنو پلویان لاهور کې دکور کمانډر په کور ورختلي وؤ اؤ هلته یې دکور سامانونه مات کړي وؤ.
دخالي په ورځ وزیراعظم شهباز شریف دلاهور دسیف سټي اتارټۍ څخه دلیدنې په مهال خپله وینا کې امر کړی چې کومو ترهګرو په تاریخي جناح هاوس برید کړی هغوئ دې په 72 ساعتو کې دننه ونیول شي اؤ پرضد دې یې دترهګرۍ دمخنیوي عدالتونو کې مقدمې وچلول شي.
هغه وویل دترهګرۍ پېښو کې ککړو کسانو ته به دقانون له مخې سزا ورکړل کیږي اؤ چاچې دترهګرۍ دا منصوبه جوړه کړې وه دهغوئ پرضد به هم قانوني ګامونه اخستل کیږي.
وزیراعظم ویلي په دې یرغل کې تاریخي جناح هاوس سوځېدلی اؤ په بشپړ ډول تباه شوی دی چې په دې ټول قام ته درد رسېدلی.
شهباز شریف دتحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان اؤ دهغه په پلویانو تور لګولی چې دوي دپاکستان ددښمنانو په څېر دي اؤ هغه کار چې ورانکارو په تېرو 75ؤ کالو کې نه ؤ کړی عمران خان اؤ دهغه دګوند پي ټي ایي شرخوښو دسترګو رپ کې وکړو اؤ دیوې منصوبې لاندې یې سرکاري ودانۍ وسوځولې .
وزیراعظم دقانون وزیر ته امر کړی چې د ورانکارۍ پېښو کې دککړو کسانو پرضد دې دترهګرۍ ضد عدالتونو کې مقدمې وچلوي اؤ ویلي یې دي دترهګرۍ ضد عدالتونو شمیره هم باید سیوا کړي.
هغه ویلي که چرې دمقدمو بار زیات وي نو د ورځې ترڅنګ دې دشپې هم محکمې فعالې کړل شي تر څو د ورانکارۍ دې پېښو کې ککړو کسانو ته سزاګانې ورکړل شي.
بل لوري ته دپنجاب پولیسو دکور کمانډر په کور شوي برید کې دککړو کسانو پسر انعامونه ویستلي دي او ویلي یې دي هرچا چې دې برید کې ککړ کسان پولیسو ته په نخښه کړل نو دیو تن پسر به دوه لکه روپۍ انعام ورکوي.
پولیسو په سوشل میډیا اؤ لاهور کې په بینرونو دغه برید کې دککړو کسانو عکسونه هم خپاره کړي دي.
حکومت په نهم مئ اؤ دهغې نه راپدیخوا داړي ګړي اؤ تشدد دپېښو ذمه واري په تحریک انصاف ګوند اؤ په پخواني وزیراعظم عمران خان اچوي خو عمران خان اوړمه ورځ عدالت ته ویلي وؤ هغه چونکي پولیسو نیولی ؤ اؤ داحتجاجونو نه خبر نه ؤ نو ځکه دتشدد اؤ اړي ګړي پړه په ده نه راځي.
دتحریک انصاف پلویانو دلاهور دکور کمانډر د کور ترڅنګ په پېنډۍ ښار کې دپوځ په مرکز (جي ایچ کیو) هم یرغل کړی ؤ اؤ هلته یې ماته ګوډه کړې وه.
ددې ترڅنګ دپي ټي ایي دفعالینو لخوا پېښور کې د دولتي ریډیو تاریخي ودانۍ ته هم اور اچولی شوی ؤ اؤ دغه وداني په بشپړ ډول سوځول شوې ده.
تېره ورځ دپېښور د خان رازق تاڼې پولیسو داړي ګړي ،تشدد اؤ سرکاري ودانیو ته د زیانونو اړولو په تور دپي ټي ایي دګڼ شمیر پخوانیو وزیرانو ، دصوبایي پارلیمان دپخوانیو غړو اؤ فعالینو پرضد دترهګرۍ ددفعو لاندې مقدمې درج کړې دي.