لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پنجاب کې د اړي ګړي پر مهال د شپږ اربه روپو د نقصان دعوه – درې زره تنان ګرفتاره شوي


واشنګټن (اردو سروس) - د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د جګپوړ غړو او کارکنانو د نیول کېدو لړۍ روانه ده او د اتوار/یکشنبې په سهار د پي ټي آی رهنما میأ محمود الرشید د لاهور ډېفنس علاقې نه ګرفتاره کړی شو.

د ځایي رسنیو د رپوټونو ترمخه، د مې میاشتې په نهمه نېټه د اسلام آباد هائیکورټ د احاطې نه چې رېنجرز ځواکونو پخوانی وزیراعظم عمران خان ونیولو، د هغه نه پس چې څه د تشدد پېښې مخې ته راغلي، د هغو په حوالې سره محمود الرشید نیولی شوی دی.

محمود الرشید په یوه مقدمه کې تورن بللی شوی و او چې هغې مقدمې کې د ضمانت اخستو دپاره عدالت ته روان و، د لاهور هائیکورت سره نږدې ورته دمخه لا پولیس ولاړ و او هغه یې ګرفتاره کړ.

پنجاب کې د درې زرو نه زیات خلک نیول شوي

په پنجاب صوبه کې سرکاري او خصوصي املاکو ته د نقصان رسولو او هغو ته د اور اچولو په الزام، تر اوسه درې زره و یو سلو پنځه اتیا (۳۱۸۵) کسان نیولی شوي دي.

د پنجاب د پولیسو وینا ده چې د شرپسنده عناصرو د کاروائیو په نتیجه کې، په ټول پنجاب کې ۱۵۲ پولیسی افسران او اهلکار زخميان شوي او د پولیس څلور نیوي (۹۴) ګاډو ته زیان رسیدلی دی.

د پنجاب د پولیسو ویاند زیاته کړې چې د لاهور د پولیسو اوه ویشت (۲۷)، د فیصل آباد د پولیسو یو ویشت (۲۱)، او د راولپنډۍ د پولیسو نولس (۱۹) ګاډي تباه شوي دي. همدا راز د میانوالي د پولیسو نهه (۹)، د سیالکوټ د پولیسو پنځه (۵)، او د ګوجرنواله پولیسو درې (۳) ګاډي د اړي ګړي کوونکو د حملو نښه ګرځېدلې ده.

د بیان ترمخه، ملتان کې د پولیسو څلور ګاډو ته سخت زیان رسېدلی دی. د پولیس د تهاڼو او دفترونو په شمول، دوه ویشت (۲۲) سرکاري ودانۍ سختې زیانمنې شوي دي.

د پنجاب د پولیسو انسپکټر جنرل ویلي چې شرپسنده عناصر به د قانون د منګلو نه بچ پاته نشي.

پر جي اېچ کیو د حملې په الزام لسهاوو تنه ګرفتار

د راولپنډۍ پولیسو د مې میاشتې د نهمې نېټې په مهال د پوځ په مرکز – جي اېچ کیو – باندې د حملې په الزام تر اوسه شپږ اویا (۷۶) تنان ګرفتاره کړي دي.

د راولپنډۍ د پولیسو مشر (سي پي او) خالد محمود همداني د خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې نیول شوي کسان د مکملو څېړنو په نتیجه کې پېژندل شوي او زیاته کړې یې ده چې د نیول شوو تنانو په خلاف ټول شواهد په عدالت کې د قبول وړ دي.

د راولپنډۍ د پولیسو مشر په جي اېچ کیو باندې د حملې په الزام نیول شوي شپږ ویشت (۲۶) تنان مېډیا ته هم پېش کړل، مګر د هغو ټولو ملزمانو مخونه په کپړو پوښل شوي و.

خالد همداني دا هم وویل چې د پولیسو دپاره تر ټولو اهمه مسئله، په جي اېچ کیو ګېټ او حمزه کېمپ باندې شوې حملې دي.

هغه دعوه وکړه چې د تېرو مظاهرو په دوران کې، راولپنډۍ کې، د اندازې ترمخه، اتیا (۸۰) کروړه روپۍ نقصان اوړېدلی او د پولیسو شل ګاډي زیانمن شوي دي.

پنجاب کې د اړي ګړي له امله د شپږ اربه نقصان دعوه

د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي وایي چې په هغې صوبې کې د مې په نهمه نېټه اړي ګړي پر مهال، د شپږ اربه روپیو نقصان اوړېدلی دی.

د مسلم لیګ ن ګوند ممبر او د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي چې په لاهور کې پرېس کنفرنس ته خبرې کولې، وویل چې د جي اېچ کیو په شمول پوځي تنصیباتو باندې د منصوبه بندې لاندې حمله شوې وه.

د پنجاب نګران اعلی وزیر محسن نقوي، چې د پاکستان مسلم لیګ - نواز ګوند سره یې تعلق شته
د پنجاب نګران اعلی وزیر محسن نقوي، چې د پاکستان مسلم لیګ - نواز ګوند سره یې تعلق شته

هغه د نقصاناتو په حوالې سره وویل چې لاهور کې د مېټرو ټرېڼ دوه سټېشنونه په اور کې سوځېدلي کوم چې اوس وخت کې یې بېرته مرمت کول، دوه اربه روپۍ خرچه غواړي.

د پنجاب نګران وزیراعلی پخپل خبري کنفرنس کې د قهرجنو احتجاج کوونکو په لاس د اووښتي زیانونو ټول تفصیلات بیان کړل.

د حکومت دریځ دا دی چې د عمران خان په ګرفتاره کېدو باندې ډېر کم خلک په احتجاج راوتلي و.

محسن نقوي دعوه وکړه چې حکومت هېڅ کوم بې ګناه وګړی ګرفتاره کړی نه دی.

د یادونې وړ ده چې تحریک انصاف پاکستان ګوند ویلي د دوی کسانو د احتجاجونو پر وخت ورانکاري نه ده کړې او په سپریم کورټ یې غږ کړی چې د ورانکاریو د تحقیقاتو دپاره دی یو آزاد کمېشن وټاکي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG