د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د توهين پارلیمان قانوني مسوده 2023 منظور کړی شوې ده، ویل شوي که په راتلونکې کې چا د پارلیمان سپکاوی وکړو سزا به ورته ورکول کيږي.
د قامي اسمبلۍ د سپيکر راجه پروېز اشرف په مشرۍ غونډه کې د اسمبلۍ غړي رانا قاسم نون دغه قانوني مسوده وړاندې کړې ده. د قامي اسمبلۍ د وېب پاڼې ترمخه د رانا قاسم نون تعلق د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره دی.
نوموړي ویلي، نن د پاکستان د پارليمان تاريخي موقع ده چې کومه قانوني مسوده منظور کړی شوه دا د قانوني مسودې نه زياته د پارلیمان د سرلوړۍ خبره ده، خو د دې پارلیمان سره ناوړه سلوک شوی دی.
د پاکستان مسلم ليګ ن سره تعلق لرونکي د قانون مرکزي وزير رانا تنوير وويل، توهين پارلیمان قانوني مسوده ډېره مهمه قانون سازي ده. هغه ویلي د اېوان احترام په ځای ساتل پکار دي.
هغه زياته کړې د دغه قانون سازۍ سره به د پارلیمان عملداري سېوا شي، په اېوان کې دننه او بهر د اېوان سپکاوی کيږي.
ياده قانوني مسوده په نمه مې پارلیمان ته وړاندې شوې خو بيا قايمه کمېټۍ ته د بدلون دپاره لېږل شوې وه.
ياده قانوني مسوده به د قامي اسمبلۍ نه منظورېد وروسته برني اېوان سېنېټ ته لېږل کيږي.
په ياده قانوني مسوده کې وړانديزونه شوي، چې د پارلیمان سپکاوی جرم وګرځول شو، او پارلیماني کميټي رياستي او حکومتي چارواکي غوښتلی شي.
د دې ترڅنګ ویل شوي د پارليمان سپکاوي کوونکي ته د شپږ میاشتې بند، او لس لکه روپو جرمانې وړانديز شوی دی.
ویل شوي که د پارلیمان د سپکاوي د قضیو دپاره به 24 کسيزه کميټي جوړولی شي او هغه به یې بيا پلټنې کوي.
په وروستيو کې پاکستان کې د انتخاباتو په سر د پارلیمان او عدلیې تر مینځ د راپورته شوو اختلافاتو په ترڅ کې د قامي اسمبلۍ اسپیکر راجه پرویز اشرف خبرداری ورکړی وو چې که چري سپریم کورټ حکم کوي، وزیراعظم د انتخاباتو په قضیه کې نااهله کړي نو بیا چې به کومې نتیجې او د پارلیمان غبرګون مخې ته راځي، د هغې نه ټولو ته ویره پکار ده.
د ډان ټي وي په يو پروګرام کې نوموړي تور لګولی وو، سپریم کورټ د پارلیمان چارو لاسوهنه کوي او زياته کړې یې وه د پارلیمان د مشر په توګه هغه ته د پارلیمان د تقدس تحفظ ورپغاړه دی چې دا ورته د پاکستان ایین ورکړی دی او خپله ادارې به سپکېدو ته نه ورکوي.
د پاکستان سپریم کورټ درې کسیز بینچ په څلورم اپرېل خپله فیصله کې الېکشن کمیشن ته په 14 مې پنجاب صوبه کې د الېکشن کولو حکم کړی او هم یې حکومت ته ویلي وو چې دغو انتخاباتو لپاره دې الېکشن کمیشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي.
د پاکستان پارلیمان د سپریم کورټ په حکم الېکشن کمیشن ته د 21 اربو روپو ورکولو منظوري نه وه ورکړې او ویلي یې وو په 14 مې پنجاب کې د انتخاباتو دپاره حالات برابر نه دي.
له دغې وړاندې راجه پرویز اشرف د سپریم کورټ چیف جسټس ته لیک استولی چې باید سپریم کورټ د سیاست نه ځان په ډډه وساتي.
د اسپیکر په خط کې ویل شوي چې د لګښتونو منظوري د قامي اسمبلۍ صلاحیت دی او پارلیمان د دې اییني حق څخه نه شي محرومه کیدلی.
په خط کې ویل شوي وو چې چیف جسټس او ججان صاحبان دې د پارلیمان د قانون جوړولو د صلاحیت درناوی وکړي.
له دغې وړاندې د پیپلز ګوند مشر او خارجه وزیر بلاول بټو زرداري ویلي وو د تېرې يوې مودې نه په هیواد کې یوه تماشه روانه ده، سپریم کورټ واک نه لري چې په ایین کې بدلون وکړي.
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د پارلیمان غونډې ته په وينا کې ټول پارلیمان ته د استحقاق کمېټۍ د درجې ورکولو او د ججانو دغې کمېټې ته د رابللو غوښتنه کړې وه.
محسن داوړ پخپله وینا کې ویلي وو کوم ججان چې د سیاست سره شوق لري نو د انصاف د کرسۍ نه دې استعفا ورکړي او سیاست کې دې ځان وازمایي.