لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باړه: د نامعلومو وسله والو برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی


دخېبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې خېبر په باړه تحصیل کې دپولیسو یو سپاهي دنامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ دباړې بازار په شهباز پلازه کې هغه مهال رامنځته شوې چې نامعلومو وسله والو په سپاهي نورمحمد ناتاره ډزې وکړې.

سرچینې وایي په پېښه کې وړومبی سپاهي نور محمد سخت ژوبل شو خو کله چې هغه دعلاج په غرض روغتون ته ورسول شو نو هلته یې د زخمونو تاوان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

له ډزو وروسته وسله وال دپېښې د ځائ څخه تښتېدلي دي اؤ سرچینې وایي چې پولیسو دهغوي د نیولو په موخه سیمه کې دلټونې عملیات پیل کړي دي.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې ده اؤ ددې بریدونو زیاتره ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش پغاړه اخلي.

د روانې میاشتې په پیل کې دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز په نوم غیر دولتي سازمان پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې داپریل میاشت کې خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته اغېزمن کړې ده.

رپورټ وایي ترهګرو په دې صوبه کې 33بریدونه کړي چې پکې 45 کسان وژل شوي اؤ په دغو وژل شوؤ کسانو کې 23 امنیتي عسکر،17 ترهګر اؤ پینځه عام وګړي شامل دي.

دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز دا رپورټ ښایي دپښتونخوا قبایلي ضلعو کې داپریل میاشت کې دترهګرۍ پېښې 100 فیصدي سیوا شوي دي .

په مارچ کې قبایلي ضلعو کې ټول اووه ترهګریز بریدونه شوي وؤ خو اپریل کې یې بیا شمیره 14 ته لوړه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG