لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له ایرانه وغوښتل چې درې احتجاج کوونکي دې نه تېزندۍ کوي


واشنګټن - د امریکا خارجه وزارت د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ایران نه وغوښتل چې د درې تنانو د تېزندۍ کولو سزا دې نه عملي کوي. دغه کسان تېر کال د حکومت ضد مظاهرو په لړ کې نیول شوي او ورته د اعدام سزا اورول شوې چې ویل کیږي ډېر ژر به دا سزا ورباندې عملي شي.

د امریکا خارجه وزارت خبریالانو ته وویل چې د مجید کاظمي، صالح میرهاشمي، او سعید یعقوبي تېزندۍ کول به د بشري حقونو یوه ښکاره خلاف ورزي وي.

د شورو/چهارشنبې په ورځ د بشري حقونو ډلې اېمنسټي انټرنشنل وویل چې د ایران سرکاري مېډیا د یادو کسانو جبري "اعترافات" خپاره کړل چې ګنې "د خدای سره دښمني" یې کړې ده او د دې خبرو د خپرېدو وروستو، د ایران اعلی عدالت د هغو د اعدام سزا تصدیق کړله.

دغه درې تنان (مجید کاظمي، صالح میرهاشمي او سعید یعقوبي) د تېر کال په نوامبر میاشت کې په اصفهان ښار کې هغه مهال ګرفتاره کړی شول چې د مهسا امیني په مرګ یې احتجاجونه کول. مهسا امیني هغه ځوانه ایرانۍ وه چې د ایران مذهبي پولیسو د سپټمبر په میاشت کې د بدحجابۍ په تور نیولې وه او بیا د مذهبي پولیسو په حراست کې مړه شوه.

په اېمنسټي انټرنشنل تنظیم کې د منځني ختیځ او شمالي افریقې د څانګې نایب مشرې ډایانا الطحاوي په یو بیان کې ویلي دي: "هغه حیرانوونکې رویه چې ورسره د دغو احتجاج کوونکو د عدالتي کاروایۍ او سزا اورونې پروسه د ایران د عدالتي نظام له طریقه تېزه کړی شوه، البته د شکنجې او جبر لاندې اعترافاتو باندې، د دې پروسې سنجیده نیمګړتیاوې او د شواهدو نشتون، یو بل مثال دی چې ایراني چارواکي د ژوندانه حق او منصفانه عدالت دپاره هېڅ درناوی نه لري.»

اېمنسټي انټرنشنل ویلي چې د دغو درې تنانو کورنیو ته د شورو/چهارشنبې په ورځ اجازت ورکړل شوی چې هغوی سره ملاقات وکړي او دا هم ورته ویلی شوي چې دا به یې د هغو سره آخري ملاقات وي.

ایران کې تېر کال د څو میاشتو مظاهرو او احتجاجونو په لړ کې سلګونه احتجاج کوونکي او ځيني امنیتي مامورین ووژل شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG