د پاکستان صدر عارف علوي چې خپله یې تعلق د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره دی، ويلي يې دي د ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان له پکار ده چې د نهمې مې د پېښو غندنه وکړي. علوي ویلي د یادو پېښو نه يواځې غندنه پکار ده بلکې په يادو پېښو کې د ککړو کسانو پرضد کارروايي پکار ده.
په نهمه مې د غبن د قضيې په تور کې د عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه کړي او په پوځي مرکز جي اېچ کيو او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وو.
شهباز شریف د نهمې مې د پېښو ذمه وار عمران خان بللی او ویلي یې دي چې په دغه ورځ د اړي ګړي د رامنځته شوو پېښو جرړې دعمران خان په تقریرونو کې پټې دي.
وروسته د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د نهمې مې پېښو ته ناوړه ويل شوي او زياته کړی شوې چې کمېټۍ په دغو پېښو کې منصوبه بندي کوونکو او خلکو راپاروونکو پرضد د پوځي قانون لاندې د مقدمو چلولو تاييد کړی دی.
عمران خان ویلي هايکورټ ته ځې چې د يادو پېښو عدالتي پلټنې وشي او زياته کړې یې ده چې د دوی سره ثبوتونه راغلي هر ځای یې داسې کسان ليدلي چې د چا سره په لاسو کې ټوپکې وې هغه یې د ګوند غړي نه وو.
هغه ويلي، د نهمې مې په پېښو کې نامعلومه کسان ککړ وو. نوموړي دعوه کړې 25 کسان تراوسه پورې وژل شوي دي.
عمران خان په حکومت تور لګولی چې پوځ د ده د ګوند سره جنګول غواړي او هڅه کیږي چې ګوند یې یو ترهګر تنظیم وګرځول شي.
صدر عارف علوي د جيو ټي وي سره په مرکه کې ویلي، پوځي ودانيو ته د زيان رسوونکو ضد دې کارروايي وشي، او د هرې پېښې دې ازادې پلټنې وشي چې ولس مطمين شي.
نوموړي ویلي، عمران خان د پوځ د مشر جنرل عاصم منير د ټاکنې مخالفت نه وو کړی.
له دې وړاندې عمران خان د نوم اخستو پرته ویلي وو، "زما د هغو سره هیڅ جګړه نشته غصه د بل لور نه ده".
د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي پاکستان کې د وروستي اړي ګړي ذمه واران به د انصاف محکمې ته راکش کولی شي.
د چهارشنبې یا شورو په ورځ د سیالکوټ د پوځي مرکز څخه د لېدنې په مهال ښاغلي جنرل منیر ویلي په نهمه مې د یوې منصوبې لاندې د اړي ګړي دردونکې پېښې رامنځته شوې وې او تر دې وروسته به د داسې پېښو اجازت نه ورکول کیږي.