په پاکستان کې د منکي پاکس ناروغۍ یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده اؤ دسعودي عرب نه پاکستان ته رسېدلې میرمنې ته ددغه ناروغۍ ورپورې کیدو پخلی شوی دی.
پاکستاني رسنیو د اسلام اباد د پمز هسپتال د ډاکټرانو له خولې ویلي په منکي پاکس وایرس د اخته مېرمنې علاج په ایسولیشن وارډ کې روان دی.
دپاکستان د روغتیا قامي ادارې هم دسعودي عرب دمکې ښار نه اسلام اباد ته رسېدلې دغه 19 کلنې میرمنې ته دمنکي پاکس وایروس ورپورې کیدو پخلی کړی دی.
تر دې مهاله دسعودي عرب نه پاکستان ته راغلو څلورو کسانو ته دمنکي پاکس ورپورې کیدو پخلی شوی دی اؤ دصحت محکمې چارواکي وایي چې په پاکستان کې په سیمه ییزه کچه ددې وایرس د خوریدو هیڅ شواهد نه دي موندل شوي.
منکي پاکس کومه ناروغي ده؟
د اسلام اباد د شفا انټرنېشنل روغتون ډاکټر اعجاز احمد خان د ډیوه خبریال وقار احمد سره په مرکه کې ويلي، دا يوه خورېدونکي ناروغي ده او د ځنارو نه انسانانو ته منتقل کيږي او بيا چې يو تن ته ولګي د هغه نه نورو ته هم لګېدی شي، که څوک په دغه ناروغۍ اخته تن سره نزدې کيږي نو هغه ته هم لګېدی شي.
علامات
ډاکټر اعجاز احمد خان وايي، د منکي پاکس په علاماتو کې تېزه تبه، يخني ورسره کېدل، په ټول وجود دردونه، په سر تېز درد او ډېره کمزوري محسوسېدل، بيا د يوې نه تر درېو ورځو پورې په وجود باندې دانې راختل شورو شي او بيا په ټول بدن خورې شي، دغه دانې بيا اوبه او نوو وکړي او بيا ماتې شي او وچوي.
هغه وویل پاکستان کې تراوسه پورې په ځايي کچه په چا کې د منکي پاکس تاييد نه دی شوی.
علاج
ډاکټر اعجاز وايي، پاکستان کې او ډېرو ملکونو کې لا د دې خاص علاج نشته، او دا په لسو کې د يو تن دپاره خطرناک کېدی شي، زياتره د پاخه عمر کسان، کم عمر ماشومانو او حامله ښځې ډېرې اغېزمنولی شي.
احتياط
د نوموړي ډاکټر په خبره که چاته دغه ناروغي لګېدلې وي پکار ده د هغه نه ډډه وشي، په ځانله او هواداره کمره کې وساتل شي، د هغه سره د نزدې کېدو نه ډډه پکار ده او که څوک ورته مجبورا نزدې کیږي نو هغه دې بيا خپل لاسونه خامخا وينځي.
د صحت د نړیوالې ادارې ترمخه منکي پاکس د منځنۍ او لويدیځې افريقې د ځنګلونو نه خواره شوي وايروس دي او په 1970 کې ورته د منکي فوکس نوم ورکړی شوی و او له دغې وړاندې دا وايروس په پنجرو کې بندو بيزو يا شادوګانو کې معلوم شوي وو.
تېر کال د اګست په میاشت کې د دې ناروغۍ پېښې سېوا شوې خو وروسته بيا پرله دغه ناروغي کمه شوې وه.
د راپورونو ترمخه تراوسه پورې په نړۍ کې په 111 ملکونو کې د منکي پاکس 87000 پېښې مخې ته راغلي او ويل کيږي په ګرده نړۍ کې ترې تراوسه پورې 119 کسان مړه شوي د.ي