لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېلسن منډېلا مېرمن: نړۍ دې پر افغانو ښځو د طالبانو د جبر خلاف د اپارتایډ رژیم ضد اقدام وکړي


واشنګټن ــــ د امن د نوبل جایزې ګټونکي او په جنوبي افریقا کې د نسلي توپیر خلاف مبارزه کوونکي نېلسن منډېلا مېرمن ګراسا ماشیل وایي، پر افغانو ښځو د طالبانو جبر د نسل پرستۍ یوه بڼه ده او نړۍ یې باید په خلاف هغسې مبارزه وکړي څنګه چې یې په جنوبي افریقا کې کړې وه.

ګراسا ماشیل په نړۍ کې د ښځو د حقونو له مخکښو مبارزینو څخه ګڼل کېږي، هغې ویلي، چې طالبان باید "ونښتېځل" شي یعنې د فشار په وسیله ورته وښوول شي چې نړیواله ټولنه له ښځو سره توپیري چلند نه مني.

طالبانو لا د مېرمن ګراسا ماشیل خبرو ته څه رسمي جواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې یې په وار وار دعوه کړې چې ښځو ته یې د دوی د تعریف له مخې پر "اسلامي شریعت" برابر حقوق ورکړي او دا یې د افغانستان داخلي موضوع بللې ده.

77 کلنې ماشیل د مې پر 22مه د برتانیې ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، نړۍ تر اوسه د هغو خلکو خلاف ډېره نرمه رویه خپله کړې ده چې مخکې په افغانستان کې جنګېدل او اوس پرې واکمن دي، خو پر ښځو یې سخت بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د بیا واکمنېدلو وروسته پر ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول بندیزونه لګولي، له سیاسي او اقتصادي هلو ځلو سره سره یې په ټولنیزو ژوند کې هم د هغوی فعالیت محدود کړی او د دوی پر اعلی تعلیم یې بندیز لګولی دی.

مېرمن ماشیل منډېلا وایي دا د نسلي توپیر یا اپارتایډ یوه بڼه ده او زیاتوي چې دا له هغه تعریف سره هم نظره ده چې دې ته باید جنسیتي توپیر یا اپارتایډ وویل شي:

"خو تر تعریف زیات زما لپاره دا خبره مهمه ده چې د اپارتایډ [نسلي توپیر] خلاف له کوم زور او ټینګاره کار اخیستل شوی وو هغه باید د افغانستان په برخه کې هم وکارول شي".

ګراسا ماشیل مخکې د موزنبیق هېواد له مخکیني ولسمشر سومارا ماشیل سره په 1975م کال کې واده کړی وو او بیا یې وروسته په 1998م کال کې له نېلسن منډېلا سره واده کړی وو او تر 2013م کاله د هغه تر مړینې پورې یې د ژوند ملګرې وه.

مېرمن ګراسا د ټیلیګراف دې پوښتنې ته جواب نه دی ویلی، چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو څه ډول فشار واچوي، خو وایي د نړۍ مشرانو ته اړتیا ده چې "خپل ذهنونه د تخلیقي او نوې" تګلارې لپاره استعمال کړي:

"نړیواله ټولنه دا یواځې طالبانو ته نه شي پرېښوولای چې د خپلې ابادۍ د 50 فیصده د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي. موږ باید له هغوی سره د خبرو تخلیقي لار ولټوو او طالبان چېلنج کړو چې دا په انساني توګه د نه منلو چې تش له دې کبله له ښځو سره توپیري چلند وکړي چې ګواکې دوی ښځې دي".

له 1948م تر 1994م کال پورې چې په جنوبي افریقا کې سپین-پوستو د نسلي توپیر په بنیاد واکمني کوله، نړۍ لسیزې د هغوی خلاف ګامونه واخیستل چې په هغوی کې د لوبو بایکاټ او اقتصادي بندیزونه هم شامل وو.

نېلسن منډېلا د جنوبي افریقا د دغه اپارتایډ رژیم خلاف مبارزه کوله او 27 کاله یې په زندان کې تېر کړل خو اخر کامیابه شو او په 1994م کال کې د هغه هېواد د لومړني تورپوستي صدر په توګه وټاکل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG