نيول شوی بلوڅ کمانډر او د بلوچ نېشنلسټ ارمي تنظيم مشر ګلزار امام عرف شمبې نن په کوټه کې مطبوعاتو ته وړاندې کړل شوی او هغه له خپلې وسلوالې مبارزې پښېماني ښکاره کړې او د صوبې د شخړو حل یې اییني سیاسي لاره بللې ده.
د نننۍ خبري غونډې پر مهال خبريالانو ته موبايلونه او کېمرې له ځان سره د وړلو اجازت نه وو، يوازې د پاکستان سرکاري ټيلي ويژن( پي ټي وي) کېمرو دغه خبري غونډه ريکارډ کړه او خبریالانو ته وويل شول چې وروسته به ورسره دغه ويډيویي خبرې شريکې کړل شي.
د اپرېل په میاشت کې د پاکستان پوځ د ګلزار امام د نيولو دعوه کړې وه چې د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د کاميابو عملياتو په نتيجه کې یې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي اين ايم (بلوچ نيشنلسټ آرمي) سره تعلق لرونکی ترهګر ګلزار امام عرف شمبې نيولی وو.
د بلوچستان د کورنيو چاور وزير مير ضيا لانګو او سنېټر اغا عمر د ګلزار امام سره ګډې خبري غونډې ته خبرې کړي دي.ګرفتاره کمانډر ګلزار امام وويل:
"له تېرو پيځلس کالو د وسله وال تحريک متحرکه برخه پاتې شوی يم ،په دې وخت کې پر ما هر ډول حالات تېر شوي، د يو بلوڅ په حېث مې مبازه د خپلې ژبې، خاورې او خپلو خلکو لپاره ده، زه يو څو وخت لمخه ګرفتاره شوم"، هغه وويل په دې نتيجې رسېدلی یم، "د بلوچستان د حقوقو جنګ يوازې له اييني او سياسي لارې څخه ممکن دی".
د روان کال 2023 د اپرېل په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان پوځ ويلي وو، د پاکستان خفيه ادارې د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د کامياب عملياتو په نتيجه کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي اين ايم (بلوچ نيشنلسټ آرمي) سره تعلق لرونکی ترهګر ګلزار امام عرف شمبې نيولی دی.
په بيان کې تور پورې کړی شوی وو چې ګلزار امام افغانستان او هند ته سفرونه کړي او پوځ د دې ثبوت لري، خو په دغه اړوند یې نور معلومات نه وو شريک کړي.
تېر کال د اکتوبر په مياشت کې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې ګلزار امام د ستمبر په میاشت کې په ترکي کې نيول شوی وو هغه وخت چې هغه د ایران نه هلته ورسېدو.
د انلاين مجلې دې ډپلومېټ په يو خبر کې ویل شوي وو چې نه بلوڅ بېلتون غوښتونکو او نه پوځ يا استخباراتي ادارو په رسمي ډول د ګلزار امام نيول تاييد کړي خو په پټه دواړو د هغه د نیولو تصديق کړی وو.
په خبري غونډه کې د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو د ګلزار نيول د پاکستان د ادارو لويه لاس ته راوړنه وبلله، د لانګو په خبره هغه دوی تل ويلي چې د بلوچستان د مسلې حل د ټوپک پر ځای د خبرو له لارې ممکن دی.هغه وويل:
"زه د رياست د استازي په حېث يو وارې بيا وايم چې د بلوچستان د مسئلې اخيرنی حل خبرې اترې دي، موږ د هر چا جايز غوښتنې منلو ته تيار يو، کوم څوک چې دا وايي چې حق يې ندی ورکول شوی او هغه د قانون او ايين له لارې حق غواړي، موږ د هغوی ملګري يو، خو که څوک د پاکستان وجود نه مني نو هغه خلک پرېښول له رياست سره غداري ده".
څېړونکی او وتلی خبريال شهزاده ذوالفقار وايي، ګلزار امام مهمه ګمانډر دی خو د هغه ګرفتاري به په بلوچستان کې پر روان وسله وال حرکت دومره زياته منفي اغېزه ونه لري څومره چې حکومت ګمان کوي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ښاغلي ذوالفقار وويل، "دا خبره صحيح ده چې ګلزار امام به دا وايي چې دی پر غلطه لاره وو، دی داسې خبرې دا ځان بخشي لپاره کوي، يوازې د ګلزار امام نېږدې وسلوال ملګري ښيي وسلواله لاره پرېږدي او هغه دې لارې ته راشي خو زيات اثر به ونه لري".
د ضيا لانګو د روغې او جوړې د خبرو په باب شهزاده ذولفقار وويل،"پر پاکستان باندې اوس ناوخته شوی دی پکار دی چې پينځه، اته يا لس کاله وړاندې يې د روغې جوړې حقيقي هڅې کړې وی، په دې کې زيات خلک مړه شوي دي، پکار دی چې بيا هم د روغې جوړې حقيقي خبرې روانې وي نو دا به يوه ورځ نتيجه ورکړي".
جلا وطن بلوڅ فعاله خبريال کيا بلوڅ څو مياشتې وړاندې پر څلوريشت نومبر 2022 پر خپل ټويټر ليکلي:
"د امام نیول د پاکستان او چین لپاره لویه لاسته راوړنه ده، دا نیول له 2018م کال راهیسې بلوڅ یاغیانو ته دویم سخت ګوزار دی".
د ګلزار امام د نيولو په وخت پوځ دعوه کړې وه چې هغه د ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ولسوالې ډلې بي ايل اې، يو بي اې او بلوچ ریپبلکن آرمی په يو بل کې ضم کولو سره د کال 2022م په جنورۍ کې بلوچ نېشنلټ ارمي نومي نوی تنظيم جوړکړی دی.
دې تنظيم په بلوچستان کې د بريدونو تر څنګ د 2022م کال د جنورۍ پر21مه د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د چاودنې ذمه واري منلې وه، په ياده چاودنه کې درې تنه وژل شوي او 28 ټپيان شوي وو.
ګلزار امام د بلوچ زده کوونکو تنظيم بي ايس او څخه سياسي او ورستو وسلوال فعاليت پېل کړی، ويل کېږي چې بېلتون غوښتونکي وسلوالې ډلې براس (بلوچ راجي اجوي سنګر) په جوړولو کې هم ګلزار امام مهمه رول لوبولی.
په بلوچستان کې څو بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې فعاليت کوي او د پاکستان د استخباﺭاتي او پوځي اداﺭو عسکرو او سرکاری ودانیو د بریدونو تر څنګ د پاکستان او چين تر ميان د اربونو روپو د پروژې سي پېک پراجيکټ کارمندانو د په نښه کولو زمه وارۍ يې هم وخت نه واخته منلې دي.