لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: پاکستان کې روان حالات له نزدې څارو، د هیڅ سیاسي اړخ ملاتړ نه کوو


امریکا ويلي، په پاکستان کې روان حالات په دوامداره توګه ډېر د نزدې نه څاري او امریکا "په پاکستان کې دننه د يو سياسي امېدوار يا بل چا ملاتړ نه کوي".

د امریکا د بهرنیو چارو په وېب پاڼه د ورکړی شوي خبر ترمخه، د نهې په ورځ د بهرنیو چارو د وزارت د وياند مېتهيو ميلر نه په خبري غونډه کې پوښتنه شوې، "په پاکستان کې سیاسي اړی ګړی دی په وروستيو کې سیاسي غړي او جرنلسټان نيول شوي حکومت یې پرضد په پوځي عدالتونو کې د قضيو چلولو پرېکړه کړې، د بشري حقونو نړيوالو ادارو پرې نيوکې کړي، امریکا دغو حالاتو ته څنګه ګوري؟.

مېتهيو ميلر یې په ځواب کې ویلي، "مونږ د وړاندې نه ویلي دي چې مونږ د پاکستان حالات ډېر د نزدې نه څارو. مونږ په پاکستان کې دننه د يو سياسي امېدوار يا بل چا ملاتړ نه کوو. مونږ په ګرده نړۍ کې جمهوري اصولو، د اظهار رای ازادۍ او د قانون سرلوړۍ ته د احترام خبره کوو او په پاکستان هم غږ کوو چې دغو اصولو ته درناوی ولري".

پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي، په نهمه مې چې په ریاست، او ریاستي ادارو او حساسه ودانيو کومې حملې شوي دا د عمران خان د يو کال د ويناګانو نتيجه وه.

د نوموړي په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د نهمې مې پېښو ته ناوړه ويل شوي او کمېټۍ په دغو پېښو کې د منصوبه بندۍ کوونکو او خلکو راپارونکو پرضد د پوځي قانون لاندې د مقدمو چلولو تاييد کړی وو.

عمران خان ویلي، "د نهمې مې پېښې بهانه جوړه کړی شوې او د هغه ګوند ماتول کيږي، په لسګونو ښځې او ماشومان نيول شوي او په پوځي عدالتونو کې پرې مقدمې چلول کيږي".

عمران خان د 10000 کسانو د ګرفتارول کېدو دعوه کړې وه.

نن د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف نه په يوه خبري غونډه کې د عمران خان په ملاتړ د نړیوال اسټبلشمنټ د فشار پوښتنه شوې، او هغه یې په ځواب کې ويلي، په دوی "هیڅ ډول نړیوال فشار نشته".

هغه ويلي، په تحریک انصاف ګوند د بنديز لګولو غور کولی شي او که چرته دغه پرېکړه وشوه نو بیا به پارلیمان ته رجوع کیږي پارلیمان به په اعتماد کې اخستل کيږي.

خواجه اصف ویلي،د هغه په خيال په حکومت کې د شامل اتحاد پي ډي اېم د ټولو ګوندونو دغه نظر دی. خو د حکومتي اتحاد نه بهر ځينې سياسي ګوندونو په پي ټي آی د بنديز لګولو مخالفت کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG