لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ان ار سي: د ښځو د کار په اړه د طالبانو لارښود بشپړېدو ته نېږدې دی


واشنګټن – په ملګروملتونو او نورو مرستندویه ادارو کې د افغان مېرمنو په کار کولو له بندیز میاشتې وروسته، طالب چارواکو مرستندویه کارکونکو ته ویلي، نوی لارښود چې ښځو ته د بشري کار کولو اجازه ورکوي، تقریبا بشپړېدو ته نېږدې شوی دی.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر جان ایګلېنډ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د افغانستان په جنوبي برخو کې له طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته په یو ټویټ کې ویلي،

"په کندهار کې د طالبانو مشرانو ویلي، هغه لارښودونه چې له مخې به یې ښځو ته اجازه وي چې بېرته کار ته ولاړې شي او د انجونو زده کړې به بېرته پيل شي بشپړېدو ته نېږدې شوي دي."

طالبانو تر اوسه نه دي‌ ویلي، چې دغه نوي قوانین به کله عملي کېږي. دا هم معلومه نه ده چې ایا په نوي لارښود کې ښځو ته اجازه شته چې په عامه خدماتو کې بېرته خپلو دندو ته راوګرځي؟

یو طالب چارواکي چې له ایګلېنډ سره یې لیدلي ویلي، مرستندویه ادارې باید خپل عملیات پراخ کړي ځکه د هغه په وینا په افغانستان کې، "فساد او نا امنۍ په بشپړه توګه ختمه شوې ده."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په واک باندې له قبضې ژر وروسته له روغتیا او تعلیمي ډګر پرته نور د حکومت ټولې ښځینه کارکونکې له دندو لېرې کړې.

د طالبانو په لنډ مهاله کابینۍ کې یوه ښځه هم نه شته.

د طالبانو د سیاستونو دفاع کونکي ټینګار کوي چې د افغان مېرمنو په تعلیم بندیز دایمي نه دی:

طالبانو د انجونو په وړاندې منځني ښونځي هم نېږدې دوه کاله کېږي چې تړلي دي، که څه هم دوی وايي، دغه بندیز لنډ مهاله دی او د نوي لارښود له بشپړېدو سره به لېرې شي.

د نوي لارښود تر بشپړېدو پورې ځینې ښځینه مرستندویه کارکونکي کولای شي چې د موقتي حل لاندې خپلو کارونو ته راوګرځي.

ایګلېنډ په یوې ویډیو کې ویلي، "مونږ د لنډ مهالي حل په برخه کې ځینې لومړنۍ موافقې کړې چې له مخې یې زمونږ بهادرې ښځینه مسلکي همکارانې بېرته خپلو کارونو ته راوګرځي."

هغه زیاته کړه،‌ چې ان ار سي به یواځې له نارینه همکارانو سره کار و نه کړي.

ایګلېنډ وړاندې وویل، د ښځو په کار له بندیز راهیسې، ان ار سي په افغانستان کې خپل فعالیتونه ۴۰ سلنه کم کړي دي.

د پیسو زیات کموالی:

په پراخه توګه د نړیوالو لخوا د غندنې ترڅنګ د ښځو په کار باندې بندیز په افغانستان کې د بشري عملیاتو بهیر هم اغیزمن کړی.

ملګروملتونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د پیسو د بې ساري کموالي له امله په افغانستان کې بنیادي‌ کارونه اغیزمن شوي.‌

د دې لپاره چې د افغانستان له ۲۸ میلیونو څخه زیاتو اړمنو کسانو سره مرسته وشي چې ځینې یې همدا اوس له ولږې سره مخ دي، ملګروملتونو په روان کال کې له ډونرانو څخه د ۴.۶ بیلینه ډالرو غوښتنه کړې.‌

خو د مې تر ۲۴ نېټې پورې ددغه غوښتنې په ځواب کې یواځې ۸ فیصده پیسې راټولې شوي چې ۳۵۳ میلیونه ډالره کېږي.‌

په دغو راټولو شویو پيسو کې امریکا ۳۵ میلیونه ډالره او جاپان ۶۱ میلیونه ډالره مرسته کړې.

امریکا تېر کال د طالبانو لپاره تر ټولو ستر مرستندویه هېواد و چې له طالبانو سره یې ټولټال د ۱.۲ بیلینه ډالرو په اندازه مرسته کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تاماس ویسټ د دې کال په سر کې خبرداری ورکړی و چې له افغانستان سره به مرسته د ګڼو دلایلو له امله راکمه کړای شي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG