د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د کور کمانډر په کور [جناح هاوس] د ورتلو او تاوان اړولو په تور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ د پخواني غړي په ګډون 16 کسان پوځي عدالت ته د قضیې دپاره سپارلي دي.
د پاکستان مرکزي حکومت ويلي، په نهمه مې په پوځي ودانیو بریدونو کې د ککړو کسانو پرضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کېږي.
عمران خان نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پوځي عدالتونو ضد سپریم کورټ ته خواست کړی او ويلي یې دي، د ګوند غړي يې نيول شوي د هغو پرضد په پوځي عدالتونو کې قضيې کول دې غېر اييني وګرځول شي.
پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
پاکستاني مطبوعات وايي، نن په لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د کور کمانډر په کور کې د اور اچولو او څيزونو ماتولو په تور نيول شوي د پاکستان تحريک انصاف د اسمبلۍ پخواني غړي په ګډون 16 کسان پوځي عدالتونو ته سپارلي دي.
ویل شوي د دغو کسانو پرضد د پوځي قانون لاندې د قضیې چلولو دپاره کمانډنګ افسر خواست کړی وو.
پوځي افسر عدالت ته ويلي، په دغو کسانو چې د کوم جرم تور دی په دوی د پوځي قانون لاندې قضيه چلېدی شي او بيا د ترهګرۍ ضد عدالت خواست منلی او 16 کسان یې ور سپارلي دي.
پاکستاني مطبوعاتو پرون ويلي وو چې په خېبرپښتونخوا کې هم د 16 کسانو ضد په پوځي عدالتونو کې د قضیې چلولو منظوري ورکړل شوې وه.
ويل شوي په دغو کسانو تور دی چې د نهمې مې په احتجاجونو کې یې په مردان کې د کرنل شېر خان او نورو پاکستاني ملي اتلانو د مجمسو سپکاوی کړی وو.
رسنۍ وایي د مردان د ترهګرۍ د مخنیوي عدالت د یادو کسانو پرضد د ارمي اېکټ او سیکرټ افیشل اېکټ لاندې پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو خواست منظور کړی دی.
رسنیو دچارواکو له خولې ویلي چې د دې ترڅنګ به د ملاکنډ،دیر او بنو د 10 کسانو پرضد هم مقدمې په پوځي محکمو کې چلول کیږي.