لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو غزني کې ښځو ته امر کړی که لنډې تنګې ترکي پنجابي جامې اغوندي "مجرمې" دي نارینه به یې سزا شي


واشنګټن ــــ د افغانستان په غزني ولایت کې د طالبانو یو چارواکي امر کړی چې ښځې دې غیرافغاني تنګې جامې نه اغوندي، وایي که کومه ښځه دا امر ونه مني نو د هغوی د کورنیو نارینه وو ته به سزا ورکول کېږي. د طالبانو مرکزي حکومت لا پر دې امر غلی دی.

د غزني د جاغوري اوسېدونکي وایي طالبانو تر دې مخکې هم دوی ته د جامو اغوستلو په اړه خبرداری ورکړی وو، خو وايي دا یې "وروستی خبرداری" دی او له دې وروسته به یې په خلاف عملي ګام اخیستل کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کېږي یو طالب چارواکی- چې نوم یې نه دی معلوم- خو سیمه ییز خلک یې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» ادارې یو ذمه وار ګڼي، خلکو ته خبرداری ورکوي که یې غیرافغاني لباس واغوست وبه نیول شي او سزا به ورکړل شي.

د طالبانو دې چارواکي په ویډیو کې نارینه وو ته هم خبرداری ورکړی چې له دې وروسته په ښار کې "پتلون او شرټ" نه شي اغوستلای او له خپلو طالبانو یې غوښتي که څوک په پېنټ شرټ کې وویني هغه مجرم دی ودې یې نیسي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې ګڼ شمېر خلک ناست دي او د دغه طالب چارواکي له خبرو ښکاري چې ځینې ښځې هلته ورغلې دي او دی پخپله وینا کې ورته وایي چې له "بدحجابۍ پرهېز" وکړي:

"په دې پوه شئ چې ترکي جامې، تنګې جامې، پنجابي جامې، لنډې جامې، د دوو لمنو جامې زموږ د فرهنګ [کلتور] جامې نه دي، له نن وروسته که هرې خور واغوستلې مجرمې ده. په حقیقت کې یې ورور او پلار مجرم دی، هغوی باید ونیول شي او سزا شي چې خپل مسوولیت ادا کړي."

د افغانستان ځایي رسنیو هم دغه ویډیو خپره کړې ده خو وي او اې ډیوه تر اوسه دا ویډیو نه ده تایید کړې چې څومره کره ده او کله ریکارډ شوې ده.

دغه ویډیو چې چا پر سوشل مېډیا خپره کړې، هغه تن پکې وایي چې طالبانو دوه ځله مخکې هم دا ډول خبرداری ورکړی خو وایي دغه درېیم ځل خبرداری یې د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ ورکړی او د جاغوري بازار درزیانو ته یې هم ویلي چې د ښځو او نارینه وو د جامو ګنډلو دوکانونه باید جلا جلا وي.

د طالبانو د غزني ولایت یا د مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د طالبانو حکومت په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې پر ښځو ګڼ شمېر بندیزونه لګولي چې پکې د حجاب اغوستل او له کورني نارینه پرته اوږد سفر نه کول هم شامل دي.

یو شمېر دیني عالمان وايي د لباسونو اغوستل د هر هېواد په کلتور پورې تړلې مسئله ده او همدا سبب دی چې په بېلا بېلو هېوادونو کې مسلمانان بېلابېل ډول جامې اغوندي.

د امریکې د ویرجینیا ایالت د یو اسلامي مرکز مشر محمد رسول طاهري وایي په قران کې د ستر او عورت او په حدیثونو کې د لباس د څرنګوالي یادونه شوې ده، نه دا چې لباس باید د کوم کلتوري په بنیاد وي.

دغه دیني عالم وي او اې ته ویلي چې په افغانستان کې د نارینه وو او ښځو لباسونه د پیغمبر د وخت له جامو سره د برابرولو وړ نه دي او که څوک فکر کوي چې د افغانانو لباس اسلامي دی تېروتنه کوي.

په افغانستان کې طالبان له بیا واکمنېدو وروسته پر خلکو باندې فشارونه او بندیزونه ورځ په ورځ زیاتوي او د بشري حقونو د تنظیمونو په وینا نه یواځې یې له خلکو بنیادي بشري ازادۍ او حقونه اخیستي بلکې د هغوی په شخصي ژوند کې هم پرله پسې لاسوهنه کوي.

په کابل کې ځینو خلکو وي او اې ته ویلي دي چې د کمیس او پرتوګ اغوستل، خولۍ پر سر کول او ږیره پرېښوول د طالبانو د حکومت په سرکاري ادارو کې د کار کولو بنیادي شرطونه دي که څوک یې نه عملي کوي له کاره ایستل کېږي.

د تېر کال په پیل کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یو فرمان کې پر ښځو حجاب لازمي کړی وو او له هغه امر وروسته د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي ویلي وو، که کومه ښځه حجاب نه کوي، کور دې يې معلوم شي، د کور مشر ته دې یې دوه ځله وویل شي، که بیا یې هم ښځو حجاب ونه کړ، په درېیم ځل دې درې ورځې بندي شي او څلورم ځل دې عدالت ته وړاندې شي چې رسمي سزا ورکړل شي.

یادونه:- په رپوټ کې ځینې معلومات له وي او اې اشنا او ازادي رېډیو اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG