لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان یو بل نږدې کس او د پي ټي آی رهنما پروېز خټک هم د پارټۍ د عهدې نه مستعفي شو


Pervaiz Khattak and Asad Qaiser
Pervaiz Khattak and Asad Qaiser

واشنګټن - د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبرپښتونخوا څانګې صدر پروېز خټک چې عمران خان ته یو له نږدې کسانو پېژندل کېده، په پي ټي آی کې د خپلې عهدې نه استعفا اعلان کړله. پروېز خټک د عمران خان په حکومت کې د دفاع وزیر پاته شوی و.

هغه په اسلام آباد کې یو پرېس کنفرانس ته وویل چې دا فیصله یې د "دوستانو او د پارټۍ د کارکنانو سره د سلا مشورې وروسته" کړې ده. ښاغلي خټک دا هم وویل چې "هغه پروپګېنډې چې په ټي وي باندې روانې دي، هغه سمې نه دي، دا فیصله مې د ډېر فکر او سوچ کولو وروستو کړې ده." هغه زیاته کړه چې خپل آینده راه عمل به هم د مشورو وروستو، وټاکي.

په دې پرېس کنفرنس کې د پروېز خټک سره خوا کې، د پي ټي آی بل مشر اسد قیصر هم لیدل کېده، مګر هغه څه بیان ورنکړ.

پروېز خټک په داسې وخت کې دا اعلان وکړ چې تر هغه لږ څه وړاندې، د پي ټي آی چېئرمن او پخواني وزیراعظم عمران خان پخپل ټوېټر باندې دعوه کړې وه چې ګني پروېز خټک او اسد قیصر د استخباراتي ادارو په قبضه کې دي او ورباندې فشار راوستل شوی چې د تحریک انصاف نه جدا شي.

عمران خان پخپل ټویټ کې لیکلي و: "زمونږ د مذاکراتي کميټې – کومه چې ما جوړه کړې وه – دوه سېنیئر غړي، پروېز خټک او اسد قیصر د استخباراتي ادارو له خوا یو مجلس ته بلل شوي وو. هغوی اوس په غیرقانوني توګه په یو سېف هاوس کې د حراست لاندې دي او ورباندې فشار راوستلی کیږي چې د خپلې آزادۍ په بدل کې دې پي ټي آی خوشې کړي. د ځنګله په قانون کې، قوت حق دی او کمزوري ته تحفظ نشته."

په دې وروستیو ورځو او هفتو کې د تحریک انصاف ګوند ګڼ شمېر مشرانو او ممبرانو خپله لاره د دې ګوند نه جدا کړې او یا یې هم په ګوند کې د خپلو عهدو نه استعفا کړې ده. په دې کسانو کې شیرین مزاري، فواد چوهدري، اسد عمر، عمران اسماعیل، عامر محمود کیاني، ملیکه بخاري، جمشید چیمه، مسرت چیمه، راجا خرم نواز، او علي زیدي غوندې کسان هم شامل دي.

بل اړخ ته د پي ټي آی یو شمېر جګپوړي غړي په مختلفو تورونو ګرفتاره شوي هم دي چې تر اوسه په حراست کې پاته دي.

تر ټولو آخري یې د پي ټي آی صدر او د پنجاب پخوانی وزیراعلی چوهدري پروېز الهي دی چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ لاهور کې د خپل کور سره نږدې ونیول شو. د پنجاب صوبې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر د دې تصدیق وکړ چې پروېز الهي د غبن په قضيه کې مطلوب وو.

د اطلاعاتو وزير عامر مير جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل، پروېز الهي د د بډو یا غبن ضد ادارې [اېنټي کرپشن] ته مطلوب وو او ادارې د پوليسو په مرسته د کور سره نزدې نيول دی. هغه وویل پروېز الهي د تېښتې په مهال نيول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG