د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي، "که سنجيده مذاکرات غواړئ نو هغه یواځې د وزیراعظم شهباز شریف سره کېدی شي". هغه دا اشاره د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکیني وزیراعظم عمران خان ته کړې چې له حکومت سره د خبرو اترو غوښتنه یې کړې ده.
رانا ثناالله د مذاکراتو د خبرې نور جزيات نه دي ویلي.
خو په 27 مې پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت سره د مذاکراتو دپاره اووه کسيزه کميټي اعلان کړې او ياد ګوند ويلي وو د عمران خان په وېنا کميټي به د انتخاباتو په حوالې سره د حکومت سره تګلاره جوړوي.
پرون ماسخوتن ناوخته د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان دعوه کړې وه، "د ګوند دوه مشران غړي يې پروېز خټک او اسد قېصر استخباراتي ادارو د ملاقات دپاره بللي وو خو هغوی بيا په غېر قانونه توګه بند کړی شوي او د خوشي کولو په بدل کې ورته د تحریک انصاف ګوند پرېښودو ويل شوي دي".
خو د شپې ناوخته بیا پروېز خټک په يوه لنډه خبري غونډه کې ويلي هغه د تحریک انصاف ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشري پرېږدي او د ملګرو سره د مشورې وروسته به د راتلونکې تګلاره جوړوي.
د پروېز خټک سره د خبري غونډي په ويډيو کې د قامي اسمبلۍ پخوانی سپيکر اسد قېصر هم ليدل کيږي خو هغه څه نه دي ويلي او پروېز خټک زیاته کړې چې په مطبوعاتو کې د دوی په حواله پروپېګنډه کيږي او هغه حقيقت نه لري. خو هغه نه وو ويلي چې د دوی په حواله کومه پروپېګنډه کيږي.
د تحریک انصاف ګوند د مذاکراتو خبره له دې وړاندې حکومتي وزيرانو او د مسلم ليګ ن ګوند مشر نواز شريف رد کړې وه. نواز شریف ويلي وو، خبرې اترې د سياستدانانو سره کېدی شي.
هغه ویلي وو د شهيدانو د يادګارونو سوځولو، ملک ته اوور اچوونکو ترهګرو او د وران کارو د ډلې سره هیڅ مذاکرات نه شي کېدی.
د اپرېل په میاشت کې هم د ايتلافي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ د مذاکراتو ناستې شوې وې خو بې د کومې نتيجې دغه ناستې ختمې شوې وې.