لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: پي ټي اېم د نیول شوو غړو خوشي کولو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی


شمالي وزيرستان کې د پي ټي اېم د نيول شوو غړو دپاره احتجاج شوی
شمالي وزيرستان کې د پي ټي اېم د نيول شوو غړو دپاره احتجاج شوی

پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د نیول شوو غړو خوشي کولو د پاره د شمالي وزیرستان په میرعلي کې احتجاجي پرلت پیل کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړی او احتجاج ګډون وال صمد خان وي او اې ډیوه ته وایي دا احتجاجي پرلت یې وروسته له هغې پېل کړی چې د دوی درې فعال غړي عید رحمان، زکیم مداخېل او جلال وزیرستاني څلور ورځ وړاندې د شمالي وزیرستان کجوري سیمې څخه په چیک پوسټه پوځ نیولي دي.

هغه وویل که څه جرم یې کړی وي عدالت ته دې وړاندې کړي او که بې ګناه وي بیا دې خوشي کړي.

په احتجاج مو د ضلعې انتظامي مشر رېحان خټک او د پولیسو مشر ریاض تسليم څه نظر تر لاسه نه کړو خو یو انتظامي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل احتجاج کوونکو سره یې د قامي مشرانو د لارې لیدلي او له دوی څخه وخت غوښتل شوی ځکه چې دا ستونزه د پوځ سره ده چې هغوی سره پرې خبرې وکړي.

پوځ دې تور ته سمدستي څه غبرګون نه دی ویلی.

صمد خان ووېل دوی ته 24 ساعته وخت ورکړل شوی وو خو دې دوران دوی ته د انتظامیې او مشرانو لخوا څه ځواب وه نه ویل شو ځکه یې احتجاجي پرلت پېل کړو.

هغه وویل دا پرلت به تر هغې دوام لري څو چې د دوی ټول بندي ملګري پرېښودل شوي نه وي.

هغه زیاته کړه دوی د میرعلي په چوک سیمه کې خېمه لګولې چې پکې په لسګونو شمېره خلک ګډون کوي، او وې یې ويل د پي ټي ایم پرلتونه پرامن وي او د دوی په ساتنه پولیس په ځای کړل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشرانو په وېنا د غورځنګ د جوړېدو پینځه کاله پوره شول خو لا تر اوسه د هغه شپږو غټو غوښتنو د پوره کولو د پاره يې احتجاج د ولسي غونډو په زور روان دی او په دې دوره کې يې څو ملګري د لاسه ورکړي، ځينې يې په جېل کې دي او د ځينو خلاف د غدارۍ او د پاکستان د امنيتي ادارو خلاف په بيانونو د تورونو لاندې مقدمې روانې دي.

پي ټي ايم چې خپله تګلاره د عدم تشدد لار بولي او پر امنه مظاهرې کوي خو د پوځ لخوا پرې وړاندې تور لګول شوی چې پي ټي ايم د دښمن ملکونو په لاس کې لوبيږي او مالي مرستې ترې ترلاسه کوي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ويلي که د تورونو لګولو د حکومت يا پوځ سره کوم ثبوت وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي چې خبره سپينه شي.

د پاکستان د پوځ پخواني وياند جنرل اصف غفور ويلي وو ټول بې درکه خلک د پوځ سره نه دي خو بیا تېر کال د پوځ یو بل پخوانۍ وياند جنرل افتخار بابر ويلي وو د بې درکه خلکو شخړه عدالت ته سپارل شوې او فيصله به يې د عدالت کار وي.

او د پاکستان د پوځ اوسني ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودري د اپرېل په 25مه خبري غونډې ته ويلي وو، د قبايلي علاقو 65 فيصده برخه د بارودي سورنګانو څخه پاکه کړی شوې او 98000 نه زيات ماينونه او بمونه ترلاسه کړی شوي او ناکاره کړی شوي دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG