لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ایم شمالي وزیرستان کې د خپلو درو ملګرو د نیول کېدو خلاف احتجاجي پرلت پیل کړی


واشنګټن ــــ پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان کې د خپلو هغو درو ملګرو د نیول کېدو په خلاف احتجاجي پرلت پیل کړی چې وایي څلور ورځې مخکې نیول شوي او د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه کوي. ځایي انتظامیې تر اوسه د دغو کسانو نیول نه دي تایید کړي.

دغه احتجاجي پرلت د جون پر درېیمه د میرعلي ښار د بازار په چوک کې پیل شوی دی او وایي تر هغه به احتجاج کوي چې دغه کسان یې نه وي خوشي شوي او له دې سره سره پر ټولنیزو رسنیو هم د دغو کسانو د خوشي کېدو لپاره د #ReleasePTMActivists په نوم هېشټېګ هم پیل شوی دی.

د پي ټي ایم د بنو ضلعې یو مشر ګران وزیر پرلت ته په وینا کې وویل، امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم صدر عید رحمان وزیر د مې پر 30مه او دوه نور غړي زکیم وزیر او جلال وزیر د مې پر 31مه وزیرستان ته د تګ پر مهال پر سیدګي چیک پوسټ نیولي دي:

"دوی پوځ په دې تور وړي ول چې ستاسو شناختي کارډونه بلاک دي، دوی دې اول ژر تر ژره خوشي کړي، که خوشي کوي یې نه [ضلعي] انتظامیه ته دې یې وسپاري که هر جرم یې کړی وي موږ ته دې ووایي چې د عدالت لار خپله کړو".

د اسلام اباد هایکورټ د 2021م کال په مې کې په خپله یوه فیصله کې ویلي وو چې د پاکستان د شناختي کارډ مرکزي اداره نادرا دا قانوني اجازه نه لري چې د د ملک د کوم شهري شناختي کارډ بلاک کړي.

د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې او د پاکستان پوځ تر اوسه د دغو کسانو د نیولو او د پي ټي ایم دعوو ته څه جواب نه دی ویلی.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د خپلو دغو درو ملګرو ممکنه نیول کېدو ته‌ "د عامو خلکو "تښتول "ویلي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په دې احتجاجي پرلت کې ګډون وکړي.

ښاغلي پښتین هم د شنبې- خالي په ورځ په څو پرله پسې ټویټونو کې د پي ټي ایم د شمالي وزیرستان د درو د نیول کېدو تور په پوځ پورې کړی او وایي دوی په "غیرقانوني بند" کې ساتل شوي:

"په مسلسل مزاحمت به موږ له دې استعماري ظلم جبره خلاصېږو، په زور له کرکې او بغاوت پرته به هیڅ تر لاسه نه کړې، په ظلم جبر او تشدد به موږ نه مات شو او نه ختم".

تر اوسه معلومه نه ده چې د پي ټي ایم دغه درې فعالان ولې نیول شوي خو عید رحمان وزیر او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې له خپلو ګڼ‌ شمېر سره تېره اوونۍ د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د خړ کمر د پېښې په یاد غونډې ته روان وو په میرانشا کې یې پر یو چیک پوسټ له پوځیانو سره جنجال شوی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لسګونو غړي تر دې مخکې په پښتونخوا او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او په دې تور مقدمې پرې جوړې شوې دي چې ګواکې دوی د ریاستي ادارو په خلاف خلک پاروي، خو عدالتونو اکثر دوی په ضمانت بیرته خوشي کړي دي. پوځ په دغو مقدمو کې له لاس لرلو انکار کوي.

پي ټي ایم چې په 2018م کال کې جوړ شوی د پښتونخوا په ګډون د پاکستان په اکثرو لویو ښارونو کې وخت په وخت سترې جلسې او احتجاجي غونډې کوي او وایي د پښتنو په سیمو کې امن غواړي، دوی په خپلو ویناوو کې د ترهګرۍ ذمه واري هم پر پوځ ور اچوي، خو د پاکستان پوځ د دوی تورونه ردوي او وایي پوځ په سوات او قبایلي ضلعو کې ترهګرو ته ماتې ورکړې ده خو وایي پي ټي ایم خلک د پوځ په ضد را پاروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG