لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په موجوده وضعیت امریکا وایي پاکستان کې خپلو شرکت دارو سره نیغ په نیغه تماسونو کې ده


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي امریکا پاکستان کې خپلو شراکت دارو سره نیغ په نیغه تماسونو کې اوسي اؤ دا چې ټولې خبرې په ډاګیز ډول مخې ته نه راوړل کیږي.

دا خبرې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټيل د پاکستان د سیاسي وضعیت په اړه د مطبوعاتي خبرو په مهال د یوې پوښتنې ځواب کې کړې دي.

د امریکایي ویاند نه پوښتنه وشوه، په داسې حال کې چې د پاکستان دننه پوځي عدالتونو کې په عامو وګړو د مقدمو چلولو خبرې روانې دي، خبریالان لادرکه کیږي، د 80 کالو د عمر پخواني چارواکي نیول کیږي، امریکا د بشري حقونو په دې سرغړونو ولې غلې ده؟

مرستیال ویاند ویدانت پټیل یې په ځواب کې وویل "په داسې چارو چې د امریکا لپاره مهمې دي، اؤ د سیمې په سلامتۍ اؤ ثبات کې ارزښت لري، مونږ دخپلو پاکستاني شراکت دارو سره نیغ په نیغه خبرې کوؤ".

د هغه په وینا "څنګه چې مې مخکې وویل، پرته له کوم شک څخه مونږ یو خوشحاله اؤ با ثباته پاکستان لیدل غواړو چې دا د امریکې اؤ پاکستان د اړیکو په ګټه تمامیږي اؤ کله چې مونږ د نیغ په نیغه تماسونو خبره کوؤ نو زمونږ د سفارتي تماسونو ټولې خبرې په ډاګیز ډول مخې ته نه شي راوړل کیدای".

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په نهم مې د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو پرضد د تحریک انصاف ګوند پلویانو قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ د دغو احتجاجونو په مهال پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته اورونه لګول شوي وؤ چې له هغې راپدیخوا ملک کې د پي‌ ټي آی دمشرانو اؤ فعالینو د نیولو اؤ د هغوي پرضد د عملیاتو لړۍ دوامداره ده.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې دنهم مئ پېښو کې دککړو سویلین یا ملکي وګړو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کیږي.

د ایمنسټي انټرنیشنل په څېر دبشري حقونو سازمانونو په عامو وګړو پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول د بشري حقونو خلاف ورزي بللې ده خو امریکا په دې لړ کې دریځ لري چې ټولې چارې باید دقانون په چوکاټ کې دننه ترسره شي اؤ دا چې امریکا په پاکستان کې د کوم یوازیني فرد یا ګوند ملاتړ نه کوي.

کله چې دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نه پوښتنه وشوه، ایا دا ممکن ده چې امریکا کې بندي پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي دي پاکستان کې امریکایي سي ایي ای سره دمرستې په تور دبندي ډاکټر شکیل اپریدي په بدل کې خوشې کړل شي؟

په جواب کې یې ویدانت پټيل وویل په دې معامله کې هم ځواب قانون نافذ کوونکي چاروکي ورکولی شي اؤ دا چې دی په مفروضو خبره نه شي کولی.

(د وي او ای اردو په مننه)

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG