د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان کې دوه ځایي ملکان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
پولیس دا پېښه تاييد کړې او ویلي یې دي بمي چاودنه نن سهار د سرویکۍ تحصیل په مولې خان سرای سیمه کې شوې ده.
د پولیسو په وینا د وژل شوو کسانو پېژندګلو د ملک داود جان او ملک خوناخان په نومونو شوې او ژوبل کسان د ټانک روغتون ته وړل شوي دي.
تر دې مهال یې چا ذمه واري نه ده منلې خو پولیس وایي امکان څرګندیږي دا د ترهګرۍ پېښه وه او هدف یې ملکان وو.
ځايي خلک وايي وژل شوي دواړو ملکان په خپلو کې سره خپلوان دي.
په دوی کې يو د پخواني امن کمېټۍ د مشر ولي جان ملک ورور دی، ولي جان مسيد په کال 2017م کې په جنوبي وزيرستان کې په يوه بمي چاودنه کې سره د نورو پينځه کسانو وژل شوی وو.
د هغه سره وژل شوي نور څلور واړه هم ملکان او مخور کسان وو.
هغه وخت تحریک طالبان پاکستان مسيد څانګې د چاودنې زمه واري منلې وه.
جنوبي او شمالي وزيرستان کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کیږي، امنيتي عسکرو باندې بريدونه کيږي او ځايي مشرانو په هدفي پېښو کې وژل کيږي.
په امنيتي ځواکونو د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان مني.
په وروستیو کې په جنوبي وزيرستان کې د امن غوښتنې دپاره احتجاجي پرلت شوی او درې مسيد جرګې وزيراعظم ته خواست کړی په سیمه کې د راه نجات په نوم پوځي عملیاتو کې کوم کورونه وران شوي، په 2017م کې د ورانو کورونو د سروی عمل پېل شوی او د 104000 کورونو سروی شوې خو تراوسه پورې 56000 کورنيو ته معاوضې نه دي ورکړی شوي او د 30000 نه تر 40000 پورې کورونو سروی تراوسه شوې هم نه ده.
په کوز جنوبي وزيرستان کې احتجاج کوونکو د علاقې دپاره د نورو اووه غوښتونو ترڅنګ د امنيت خوندي ساتلو غوښتنه هم کړې وه.
په کال 2009 کې په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو ضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات شوي او له امله یې د سرکاري شمېرو ترمخه 72000 کورنۍ کډوالې شوې او بيا په کال 2017م کې ويل شوي وو چې د بيرته ستونولو په مهال 150000 کورنۍ واپس لېږل شوې وې.