لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د راتلونکي مالي کال 14,460 اربه روپۍ بجټ وړاندې کړی، د دفاع لپاره 1804 اربه روپۍ ځانګړې شوې


د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د جمعې په ورځ د مالي کال 2023 او 2024 دپاره د د 14460 اربه روپو بوديجه يا بجټ وړاندې کړی دی. په بجټ کې د دفاع دپاره 1804 اربه روپۍ اېښودل شوې دي.

په وړاندې کړی شوي بجټ کې د ګرېډ يو نه تر د 16 پورې په تنخاګانو کې 35 فيصده او د ګرېډ 17 نه تر 22 پورې 30 فيصده اضافه تجويز شوې ده.

د دې ترڅنګ په پېنشن کې17فیصده اضافې تجويز شوې او د مزدور کم نه کم تنخا 32000 روپۍ مقرر کړی شوې ده.

بجټ د جمعې په ورځ‌ د پاکستان د خزانې وزيراسحاق ډار وړاندې کړی، هغه د بجټ وړاندې کولو په وخت پخپله وینا کې ویلي، په دې مالي بجټ کې کومه نوې ماليه نه ده لګول شوې او په مختلفو برخو کې د ټېکسونو شرح راکمه کړی شوې ده.

په بجټ کې په مجموعي ډول د پرمختيا دپاره 1140 اربه روپۍ مقرر کړی شوي او د ماليې هدف د کال 2023 او 24 دپاره 9200 اربه روپۍ ټاکل شوی دی.

ويل شوي په راتلونکې مالي کال کې د مجموعي قامي امدنۍ [جي ډي پي] د پرمختيا شرح 3.5 فيصده مقرر کړی شوې ده.

تېره ورځ په اقتصادي سروې کې د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي وو، روان مالي کال د پرمختيا شرح د ټاکل شوي هدف پينځه فيصده په ځای 0.29 فيصده ترلاسه شوې ده.

په اوسني بجټ کې د حکومتي اخراجاتو دپاره 714 اربه روپۍ او د پېنشن په مد کې 761 اربه روپۍ او په قرضو د سود د واپسۍ دپاره 7303 اربه تجويز کړی شوي دي.

که څه هم اسحاق ډار د کوم نوي ټېکسونو لګولو نه دي ویلي خو په بجټ کې ویل شوي چې د بېنک نه په 50000 روپۍ ويستلو 0.6 فیصده ټېکس يعنې د بېنک څخه په يو لک روپو ویستلو به 600 روپۍ اخستل کيږي خو دا پېسې به د هغو خلکو نه اخستل کيږي څوک چې نان فايلر يا د ټېکس ورکولو دپاره غېر رجسټرډ دي.

په بجټ کې د سرکاري شعبې د پرمختيايي پروګرام حجم 1150 ا ربه روپۍ اېښودی شوي دي. ويل شوي د برامداتو هدف 30 اربه ډالره او ترسيلات زر هدف 33 اربه ډالره اېښودی شوی دی.

اسحاق ډار د بجټ په وينا کې ويلي، د کال 2023 او 24 په مالي بجټ کې د ودانيو، کرکيلي او وړو کارخانو ته په قرضونو ورکوونکو بېنکونو په امدن ماليه د 39 فيصده نه 20 فيصده ته راکمه کړی شوې او دا به د دوه کلونو دپاره وي.

ویل شوي په بجټ کې د بجلۍ، ګېس او نورو شعبو دپاره 1074 اربه روپۍ د سبسډۍ يا رعايت په توګه ځانګړې کړی شوي او په خېبرپښتونخوا کې د ورګډو شوو ضلعو، ازاد کشمير او ګلګت بلتستان دپاره د بېنظر انکم سپورټ پروګرام، د لوړو زده کړو کمېشن او رېلوی او نورو محکمو دپاره د 1464 اربه روپو ګرانټ مختص کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG