واشنګټن ــــ اسرايل او چين له تېرو ۳۰ کالو راهسې ښې اړيکې لري خو نن سبا امريکا په اسرايل دباو اچوي چې د چين سره خپلې اړيکې ختمې کړي ځکه چې د چين سره پخپله د امريکې اړيکې د تاوتريخوالي ښکار دي.
په اسرایل کې د چين په مرسته يو شمېر لویې منصوبې روانې دي.
د اسرايل په حایفه ښار کې روانه دغه بندرګاه په وروستيو کې د چين او اسرايل د شريکو منصوبو ځنې يوه ده.
د چين کمپنيانې په تل ابيب کې د رېل ګاډو په يو نظام باندې هم کار کوي، څيړونکي وايي اسرايل د چين د همکارۍ نه ډېرې ګټې اخيستی شي.
د هېبريو يونيورسټۍ پروفېسر يوري پاېنز وایي، "نن سبا په نړۍ کې چين د آبادۍ په مد کې تر ټولو وړاندې دی، چين د د ې جوګه دی چې خپله پوهه، علم، انجنيران او کارکونکي نړۍ ته وليږي، او اسرايل د دې نه درنې ګټې اخيستي".
چين د يورپي يونين او امريکې نه وروسته د اسرایل تر ټولو لوی تجارتي ملګری دی، خو اسرایل مجبوره دی د امريکې له وجې د چين سره ځينې اقتصادي لوظنامې ختمې کړي ځکه چې د امريکې د چين سره اړيکې د تاو تريخوالي ښکار دي.
اسرايلي څيړونکي وايي اسرايل ته د چين سره د خپلو اړيکو ختمولو د پاره ډېر لارې نه دي ورکړی شوي دي.
جېداليا افټرمېن د رچمېن يونيورسټۍ پروفېسر او څيړونکی دی، هغه وایي، "په اسرايل د امريکې لخوا دباو دی چې د چين سره د ټېکنالوجۍ او آبادکارۍ په مد کې همکاري ختمه کړي او د دغې دباو نتيجې ښکاره کېدل پېل شوي دي".
په داسې حال چې چين په منځني ختیځ کې زياته پاملرنه تجارت ته کوي خو په وروستيو کې يې په سياسي مېدان کې هم قدم ايښی او د سعودي عرب او ايران تر منځ يې سفارتي اړيکې بيا سمې کړي دي.
د ايران سره د نزدې اړيکو او د فلسطين د دريځ په ملاتړ اکثره اسرايلي مشران د چين نه خوشحاله نه دي خو ځينې څيړونکي وايي، د چين سفارتي هڅو نه ټولې سيمې ته ګټې رسېدلی شي.
څيړونکی يوري پاېنز وايي، داسې ډېر کم ليدل شوي چې په منځني ختیځ کې يو بې پلوه قوت خبرې وکړي، "چې نه د اسرايل ملاتړی وي او نه د ايران او نه د سعودي عرب ملګرتيا کوي او نه د مصر، دا يو د اسې بې پلوه ملک دی چې د مينځني خطيز د ملکونو سره د برابرۍ په اساس اقتصادي اړيکې غواړي".
پروفېسر پاېنز زياتوي، چېن په نړۍ کې يواځینی داسې ملک دی، چې د اسرايل او ايران په منځګړيتوب کې پرې دواړه فريقه باور کولی شي.